کونړ او سمنګان کې دوو ځوانانو ځان وژنه‌کړې

کونړ او سمنګان کې دوو ځوانانو ځان وژنه‌کړې


  • 4 مياشتي دمخه (14/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 279

په کونړ او سمنګان ولایتونو کې یو ځوان هلک او یوې نجلۍ ځانونه ویشتي او ژوند یې پای‌ته رسولی دی.

سیمه ییز مسوولین وایي، تېره ورځ د کونړ شیګل ولسوالۍ په اتو کلي کې یوې ځوانې نجلۍ د کلاشینکوف په ډزو ځان وژلی دی.

د مسوولینو په خبره، تر اوسه پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې او په اړه یې څېړنې کوي. 

ورته مهال، په سمنګان کې هم یو ځوان د ښکاري ټوپک په وسیله ځان وژلی دی.  

د یاد ولایت د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله رحماني ویلي، پېښه تېره ورځ په دره صوف پايين ولسوالۍ کې رامنځ‌ته شوې ده.  

د سرچینې د مالوماتو له مخې، دغه کس په يوه نانوايي کې کار کاوه. 

لاهم د دغې پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی. 

په ورستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې، چې ډېر کله یې لامل فقر، بې کاري او کورنی تاوتریخوالی ګڼل کېږي.