ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلې استازولۍ نوی سیاسي مرستیال معرفي کړ

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلې استازولۍ نوی سیاسي مرستیال معرفي کړ


  • 2 کاله دمخه (18/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 818

سمسور (۲۸غبرګولی۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو  ګوتریش د افغانستان لپاره د جرمني پخوانی استازی مارکس پوتزل په افغانستان کې د خپلې استازولۍ سیاسي مرستیال ګومارلی دی. 

مارکس پوتزل له دې وړاندې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ کال پورې افغانستان او پاکستان ته د جرمني ځانګړی استازی او له هغې وړاندې په افغانستان کې د جرمني سفیر و. 

دا ګمارنه داسې مهال کېږي، چې پرون افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز دوه کلن ماموریت پای ته رسېدلې ده. 

د ملګرو ملتونو ویندوی دفتر په یوه ټویټر پیغام کې د نوموړي ګومارنه تایید کړې ده.