افغانستان د یو ورځنیو سیالیو ډلبندۍ کې اتم مقام خپل کړ

افغانستان د یو ورځنیو سیالیو ډلبندۍ کې اتم مقام خپل کړ


  • 1 کال دمخه (11/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 537

د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو په کلنۍ درجه بندۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اتم مقام خپل کړی.

افغان لوبډلې په خپله کلنۍ لوبیزه دوره کې په ۱۰ لوبو کې د ۸۸ نومرو په ترلاسه کولو سره اتم ځای خپل کړی دی. 

په همدې حال کې د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې افغان لوبډلې په تېرو لسو یو ورځنیو سیالیو کې د غوره لوبو پرمټ ۱۷ زیاتې نمرې ترلاسه کړي او د ۸۸ نمرو په ترلاسه کولو یې یاده درجه بندۍ کې اتم مقام خپل کړی دی.

د آی سي سي له لوري د يو ورځنيو لوبو په درجه بندۍ کې اسټراليا، پاکستان، هند، نيوزيلنډ، انګلنډ، سويلي افریقا او بنګله‌دېش په ترتيب سره له لومړي تر اوومه پورې مقامونه ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې افغان لوبډله په لسم مقام کې وه.