روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینونه پیل کړي

روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینونه پیل کړي


  • 1 کال دمخه (05/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 669

روسیې رسنیو د افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان د ګډو ځواکونو د پوځي تمرینونو خبر ورکړی.

ټاس خبري اژانس لیکلي چې دا تمرینونه به د تاجکستان په خاوره کې د افغانستان د پولې په شل کیلومترۍ کې ترسره شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې تمرینونو کې ۳۰۰ پوځي پرسونل برخه لري چې د روانې اپریل میاشتې تر اوومې نېټې به دوام وکړي.

د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، د دې تمرینونو هدف د تاجکستان خاورې ته د ناقانونه وسله والو ډلو  مخنیوی ښوودل شوی.

دا تمرینونه په داسې حال کې کيږ چې څه موده وړاندې د روسیې د ډله‌ییز امنیت تړون مشر ویلي وو چې دوی د افغانستان له پولو څخه د ترهګرۍ د نفوذ په اړه اندېښنه لري؛ خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا کلید راډیو ته د دوی اندېښنې بې ځایه بللې وې.