سمسور نیوز (۳لړم۱۴۰۱) د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین د پاکستاني پوځ پر مشرانو او جنرالانو د نیوکې له امله په خیانت او ترهګرۍ تورن کړی دی.
د پاکستان د پولیسو دغه پرېکړه د یو پاکستاني له شکایت وروسته شوې ده.
پښتین د دې شکایت په غبرګون کې ویلي، چې د ظلم پر وړاندې به یې په شکایتونو او بندي کېدو سره غږ چوپ نهشي او یوازې عدالت یې د حل لار ده.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې منظور پښتین په خپله وروستۍ وینا کې د پاکستان د پوځ قومندانان د پښتنو په سیمو کې په عام وژنه تورن کړل.