د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې په کندهار کې سږ کال د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات ۲۵ سلنه کم شوي دي.
د یاد ریاست مطبوعاتي مسؤل محمد حنیف حقمل ویلي، سږ کال په یاد ولایت کې پر ۲۰ زره او ۵۰۰ هټکاره ځمکه د انګورو باغونه شتون لري او اټکل کېږي، چې ۱۹۷ زره مټریک ټنه انګور به ورڅخه ترلاسه شي.
مسؤلین د انګورو د باغونو ډېر اوبه کول، ګرمي او وروستي بارانونه هغه څه یادوي، چې ورسره د انګورو حاصلات کم شوي دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ تېر کال په کندهار کې له انګورو څخه شاوخوا ۲۷۰ زره مټريک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو، چې نظر سږ کال ته ۲۵ سلنه لوړوالی ښيي.