هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۸ تازه پيښو ثبتیدل

هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۸ تازه پيښو ثبتیدل


  • 1 اونۍ دمخه (18/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 34

د عامې روغتیا وزارت مسولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته شویو ۱۸ تازه پيښې ثبت شوي.

 د یاد وزارت مسوولین وایي په همدې موده کې پر کرونا ویروس د هيڅ اخته کس د مړینې پيښه نه ده ثبت شوې خو ۱۷۲ تنه ترې بیرته رغیدلي دي.

د معلوماتو له مخې له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۵ زره او ۵۷۵ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۴۳۰ تنه مړه شوي او  ۴۸ زره او ۷۹۸ تنه نور بیرته ترې رغیدلي دي.