سمسور ( یکشنبه د وری ۲۲) طالبان د خپلو ظلمونو له کبله د ولس په زړه کې ځای نه لري او پوهیږي، چې د ټاکنو په ترسره کولو سره به ۵ سلنه رایې هم وانخلي؛ نو ځکه له ټاکنو وېره لري.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح کابل کې د جمهوریت د ملاتړ په تړاو جوړې شوې غونډې کې ویلي، چې د جګړې، وژنو او تاوتریخوالي په شتون کې د سولې راتلل ناممکن دي او طالبان باید تر هرڅه وړاندې اوربند وکړي.
نوموړي ویلي، سولې ته د رسېدو لار اسانه ده؛ خو که طالبان د افغانانو ترڅنګ ودریږي او د پردیو له لمسون تېر شي.
صالح زیاته کړې، چې طالبان نه د افغانستان په خاوره حاکمیت لري، نه یې جګړه ګټلې او نه اجازه ورکوو، چې خلک بیا په کېبلو او لرګیو ووهي.