د حوت لسمه؛ د دوحې تړون درېیمه کلیزه

د حوت لسمه؛ د دوحې تړون درېیمه کلیزه


  • 1 کال دمخه (01/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 604

د حوت لسمه؛ له امریکا سره د ا.ا له لوري د دوحې د تړون له درېیمې کلیزې سره برابره ده.

دا تړون له شاوخوا میاشتو خبرو ورسته د ۱۳۹۸ کال د حوت میاشتې په لسمه نېټه د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې، امریکا او د دوی متحدین د ۲۰۲۱ کال ۳۱ میاشتې په ۳۱مه نېټه له افغانستان څخه ووتل.

اسلامي امارت په دې تړون کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د هیچا له لوري نه کارول کېږي او دغه راز به دوی په افغانستان کې هیڅ ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي.

که څه هم له دغې هوکړې وروسته باید د پخواني حکومت او اسلامي امارت ترمنځ خبرې شوې وای، خو دا خبرې د بېلابېلو دلایلو له کبله ترسره نه شوې.

د یادونې وړ ده چې له دې تړون وروسته، اسلامي امارت په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۱۵مه نېټه واک ته ورسېد.

د دوحې له تړون وروسته، اسلامي امارت او امریکا یو بل د یاد تړون په نقض تورنوي.