دفاع وزارت: د تخار خواجه‌غار او بنګي ولسوالۍ له طالبانو پاکې شوې.

دفاع وزارت: د تخار خواجه‌غار او بنګي ولسوالۍ له طالبانو پاکې شوې.


  • 3 کاله دمخه (21/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1203

د ملي دفاع وزارت وایي، په تخار ولایت کې خواجه‌غار او بنګي ولسوالۍ یې بېرته د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي او نیولي دي. 

د یاد وزارت مرستیال ویاند، فواد امان وایي، د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون‌کوونکو د تېرې شپې د عملیاتو پر مهال د خواجه‌غار او بنګي ولسوالۍ په بشپړ ډول له طالبانو پاکې شوې دي. 

هغه زیاتوي، چې اوسمهال په دې ولسوالیو کې افغان ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او په ټولو سیمو کنټرول لري.

د سرچینې د مالوماتو له‌مخې، چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو ګڼ پټنځایونه، وسلې، مهمات او وسایط هم له‌منځه وړل شوي دي.

د ښاغلي امان پر وینا، چې طالبانو په دې ولسوالیو ډله‌ییز بریدونه وکړل، خو د افغان ځواکونو له تود غبرګون سره مخ شول او له درنې مرګ ژوبلې سره یې ماتې وخوړه. 

باید وویل شي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د یادو ولسوالیو د طالبانو لاس ته د لوېدلو اوزې خورې وې، خو حکومتي چارواکو تر اوسه د دې ولسوالۍ د سقوط خبره نه‌ده تأئید کړې او طالبانو هم په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.