يادونه: کله چې ولسمشر ماوژلى ناول نوى چاپ شو نو په يو ځاى کې دغو ملګرو سره بحث کاوه، چې ما په پټه ثبت کړ، کله مې چې د بل ځل لپاره اورېده ډېر وړ راته ښکاره شو چې ويې ليکم، سستي مې ونه کړه او دادى اوس تاسې دغه بحث لوستلاى شئ.
پوښتنه: دغه ناول يوه سياسي موضوع لري، هغو ملګرو چې دا ناول لوستى ځينې پکې د يو مثبت پيغام نيشتوالى غټه خلا ګڼي يو ملګري حتا وويل چې دا يو منفي پيغام لري، يو ځل بيا په هېواد کې خلک جګړې ته تشويق شوي دي، په ځانګړي توګه پښتانه؛ تاسو هم دغه ناول لوستى دى تاسو خو داسې څۀ پکې نه دي ليدلي؟
خوشحال خليل: دا يو واقعيت دى چې د دې ناول ليکوال راخستى دى، دا جګړې دا الوتکې دا پوځونه او دا بمبارۍ ټول يو واقعيت دى، چې دغه واقعيت کله په يوه بڼه او کله په بله بڼه ځان ښکاره کوي، کله د نظامي عملياتو او بغاوت له لارې او کله په نورو شکلونو، تاسو پوهېږئ چې دغه جګړې او دا ستونزې د افغانستان په ادبياتو هم خپل اثر ښندي، د همدې اثر په وجه دغه ناول پنځېدلى دى چې مونږه يې د جګړې د اثر يوه بېلګه ګڼلى شو، د دې ناول په ليکلو سره که له يوې خوانه ستاسو په فکر خلک جګړې ته تشويقوي بلکه دولت هم متوجه کوي او هغو نيمګړتيا وو ته يې پام اړوي چې ددوى مخالف سنګر قوي ساتي، دا چې څوک دې ناول ته څنګه نوم ورکوي د هغه کار دى خو زما په فکر دا ډول واقعيتونه بايد وليکل شي، دلته په دې ناول کې د روغې خبره شوې ده، زما په فکر د هرسړي برداشت فرق کوي.
د روغې جوړې لاره يو ښه پيغام دى، کره کتونکي بايد ورته پام وکړي، که مونږ يو کرکټر سل په سلو کې کې مثبت معرفي کړو او هېڅ بد کار و نه کړي ښکاره خبره ده چې لوستونکى به شکمن او ستړى کړي.
پوښتنه : اوس به د ښاغلي عزت الله ځواب نه وپوښتم چې د دې ناول په شکل او جوړښت خبرې وکړي؟
عزت الله ځواب: بيخي يوه نوې موضوع ده لکه مخکې چې خوشحال خليل ورته اشاره وکړه، دا موضوع زما په فکر بيخي د اوسنيو حالاتو تر جماني کوي، وژل، بمبارول، د کورنو تالاشي، خلک بنديانول دا هرڅه مونږ هره ورځ په خبرونو کې اورو آن تر دې چې ماشومان هم په ګونتانامو کې پيدا شول، دا پېښې کيږي او شوې هم دي، خو په دې موضوعاتو تر اوسه چا په پښتو کې ناول نه و ليکلى، پاکستاني اردو ژبي ليکوالو په طالبانو او د افغانستان په حالاتو ناولونه ليکلي دي خو ( ولسمشر ما وژلى) په پښتو کې په داسې موضوع ليکل شوى لومړى ناول دى.
دا ناول يوڅه نيمګړتياوې هم لري، لکه په جېل کې چې کومه مينه انځور شوې ده بيخي په ناول باندې تپل شوې ښکاري، که د دې لپاره ښه چاپېريال برابر شوى وى نو ښه به وه.
پوښتنه : تاسو فکر نه کوئ چې دا يو جدي ناول دى نه عشقي دى او نه هم کوم بل ډول ناول؟
خوشال خليل: که مونږ وايو چې دا يو جدي ناول دى او جدي بايد ونيول شي نو ولې مونږ پرې يوه داسې صحنه وتپو چې هغه ورسره ښه نه ښکاري، بيا خو بيخي ددې ضرورت نه و چې مونږ دې د رومان برخه پکې زياته کړو.
پوښتنه : آيا د ناول مرکزي کرکټر په جېل کې د همدې اړتيا نه ويني چې له هغې ترجمانې نجلۍ سره روابط جوړ کړي او په تېښته کې ورنه مرسته وغواړي، دا خو ددې کرکټر يو چال هم کېداى شي؟
نصرت الهام : خبره داده چې رومان په ناول کې اړين دى، که مونږ هاليووډ باليووډ فلمونه وګورو که هره موضوع وي رومان ته خامخا پکې ځاى ورکړل شوى دى، خو دلته د ناول دغو صحنو ته مونږ هېڅ د رومان نوم نه شو ورکولاى، زما په فکر په دې ناول کې بيخي د رومان برخه له سره نشته، لکه څنګه چې تاسو وپوښتل، دا هم کېداى شي چې دغه روابط چې تاسې يې رومان بولئ د ناول د مرکزي کرکټر يو چال وي چې غواړي ځان ته د تېښتې امکانات پيدا کړي، خو دې ته د سړي ځکه نه پام کيږي چې په وروسته کې ددې ترجمانې سره روابطو په تېښته کې هېڅ مرسته ورسره نه ده کړې.
خوشال: په حقيقت کې د هغې ځاى سيکورټي هم دا تقاضا نه کوي چې دغه صحنې جوړې شي.
پوښتنه: اوس به له الهام نه دا وپوښتم چې په عموم کې د ټولو حادثو تصوير ته په کوم نظر ګوري؟
الهام: زما په فکر پېښو ته ښه چاپېريال جوړ شوى دى، په عمومي توګه پېښې ښې اوبدل شوي دي او ښه تصوير شوي دي، لکه د بندي تښتېدل يوه پېښه ده او د دغې پېښې د رامنځته کېدو لپاره چاپېريال ډېر ښه برابر شوى دى، دا غواړي چې ځان زخمي کړي او د مرکز روغتون ته لاره پيدا کړي، هلته به د يو مريض په صفت ورباندې سيکورټي کم وي او و به کولاى شي چې د تېښتې يوه لاره و سنجوي، که څه هم چې په زندان کې ځان په مريضۍ اچول د فلمونو زوړ تخنيک دى، خو دلته ډېر ښه او په نوې بڼه دغه تکتيک راوړل شوى دى، د پېښې لپاره دغه چاپېريال جوړول په عين حال کې د ناول د مرکزي کرکټر چالاکي هم راته تصويروي.
پوښتنه: اوس به له ځواب نه وپوښتم چې د ليکوال دغې وړاندوينې ته په کوم نظر ګورئ ؟
ځواب: چې اوسنيو حالاتو ته سړى ګوري ددې امکان شته چې يو څوک راپاڅي او آن ولسمشر ووژني.
الهام: که وګورو دا دولت له ډېرو قاتلينو او مجرمينو نه جوړ دى که دوى دلته او هغه هم په دولت کې دننه په واک کې د آسوده ژوند کولو حق لري هغه خلک چې غرونو ته ختلي دي هغوى ولې دلته د ژوند کولو حق نه لري، يواځينۍ لاره خو جنګ نه دى، ددې ناول پيغام هم همدا دى چې که هغه خلک چې د سولې مخالف دي که ولسمشر هم وي له مخې لرې شي نو سوله راتلى شي او جنګ ته د پاى ټکى ايښودل کېداى شي.
ځواب: بله خبره داده چې دا به د اوسني افغان ولسمشر بخت وي چې بچ شوى دى که نه څوځل ورباندې مرګوني بريدونه شوي دي، په کندهار کې دلته په کابل کې همداسې يو بريد پرې تر سره شو.
همدغه پېښې او همدغه حقيقتونه په دې ناول کې تصوير شوي دي، چې د وړاندوينې د رښتيا کېدو چانس يې زيات وينم .
پوښتنه : اوباما هم خپل وړانديز کړى دى چې د طالبانو سره بايد خبرې وشي، په دې ناول کې هم همداسې يو حل لارې ته اشاره شوې ده دا تاسې ته د حل لاره ښکاري؟
ځواب: که اوباما رښتيا هم د وسله والو مخالفينو سره د خبرو وړانديز کړى وي، نو بيا خو ددې ناول وړاندوينه سبا بل سبا کېداى شي رشتيا شي. ( په خندا)
پوښتنه: اوس به له الهام نه و پوښتم چې په دغو مسايلو ناول ليکل څنګه ارزوي ؟
الهام: دغه مسايل د ليکلو وړ ځکه دي چې د ټولنې خلک زير کوي او د مسايلو تل ته يې کوزوي، په نوره دُنيا کې که مونږ وګورو د روس په جنګ باندې ناولونه ليکل کيږي، د امريکا او چين په مخالفتونو فلمونه جوړيږي، اف بي آى، سي اى اى، اى اس اى، کى جي بي ټول پکې ياديږي چې دغسې فلمونه له همدغسې ناولونو نه جوړ شوي او جوړيږي.
پوښتنه: ځواب صيب به يې په پيغام خبرې وکړي.
ځواب: ډېر ښه پيغام لري او پيغام يې نړۍ ته دادى چې دا جګړه په پښتنو تپل شوې ده، دوى اړ دي چې جګړه وکړي ځکه چې مجبور شوي دي او ځينې خلک خو همدغې حالاتو چې دوى جوړ کړي دي دې ته اړ ايستلي دي چې مخالف سنګر ونيسي، نو دغه درد سر په خپله همدوى ځانته جوړکړى.
پوښتنه: او ځواب ګله په ناول کې مو څه شى ډېر خوښ شو؟
ځواب: زما ټول ناول خوښ شوى دى، ژبه يې ډېره ښه وه او خوند يې ځکه راکړ چې ټولې سيمې اوس هم زما په ذهن کې تصوير پاتې دي، د سراج العمارت بڼ پکې ډېر ښه انځور شوى دى.
پوښتنه: الهام به ووايي چې منفي پکې څه شى و.
الهام: په مثبت او منفي دواړو اړخونو ملګرو خبرې وکړې، له ځواب ګل نه مو وپوښتل چې څه شى دې پکې ډېر خوښ شو، که مانه مو پوښتلي واى چې څه شى دې پکې خوښ نه شو نو ما به په ځواب کې ويلاى چې د سر خبرې مې پکې خوښې نه شوې، چې ډېرې جدي او په تُند انداز ليکل شوي دي، خو مخکې وويل شول چې دا يو جدي ناول دى او زما په فکر ليکوال بايد د خپلې يوې هنري پنځونې سره هماغه حالت کې ځان احساس کړي، که يو شاعر يوه تراژيديکه صحنه په ژړا کې وليکي نو ډېر اثر ناک شعر به و پنځوي، زۀ فکر کوم چې په دې ناول کې د ناول د جديت سره ليکوال هم جدي شوى دى او د سر خبرې چې زما خوښې شوې نه دي هم ترې ډېرې جدي راغلي دي چې زه يې په دې کې په پورتني دليل ملامت هم نه بولم.
پوښتنه: اوس به بيا خوشال خليل ته وار ورکړو.
خوشال: که زۀ يې په لنډو ټکو کې ووايم نو ما ته ښکاري چې دا ناول په نيمه خبري ژبه ليکل شوى دى او د کرکټر رواني حالت يې هم ښه نه دى انځور کړى، د ناول مرکزي کرکټر نه يادوم خو عموماً د کرکټرونو د خوښۍ، درد او... احساس پکې ښه نه دى تصوير شوى.
الهام: زۀ د خوشال خليل له يوې خبرې سره يوڅه جوړ يم او له يوې سره يې جوړ نه يم، دا چې په ناول کې د کرکټرونو احساس ښه نه دى تصوير شوى ورسره جوړ يم او دا چې ښاغلى خوشال وايي، چې په نيمه خبري ژبه ليکل شوى دى ددې خبرې سره يې نه يم جوړ، ځکه چې زما په فکر دې ناول کې لکه مخکې چې مو اشاره ورته وکړه له ميډيا نه او له خبرونو نه پېښې راخستل شوي دي، کېداى شي همدا اثر وي چې ما او تا دغه پېښې له خبرونو اوريدلي دي نو ځکه راته د ناول ژبه خبري ښکاري .
پوښتنه: د مرکزي کرکټر نه پرته دې بل کوم کرکټر خوښ شو.
الهام: په ناول کې په مرکزي کرکټر له پېله فوکس ساتل مخکې له دې چې د ناول نورو کرکټرونو سره لوستونکى اشنا کړې دا تخنيک په دې ناول کې زما خوښ شو، د ناول په پېل کې د کرکټرونو هجوم له سړي نه لاره ورکوي، او په مرکزي کرکټر فوکس کول له سړي نه د ناول نور کرکټرونه له ياده اوباسي او هسې فرعي ورته ښکاري.
خو بيا هم ددې ناول له مرکزي کرکټر نه پرته د ترجمانې کرکټر سره سړى ډېر بلديږي او هغه کرکټر سره چې د جلال آباد په سراج العمارة کې په ولسمشر بريد کوي، ولسمشر بچ کيږي او دا د ولسمشر د ساتونکو له خوا ويشتل کيږي او وژل کيږي.
تنده بلاګ نه په مننه