- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سمیع الله ساویز
- 1368
پرون مي د ټول افغان په ملي پاڼه کي د ( توریالي ویسا وروسته اوس ګلبدین حکمیتار ) په نامه یو سرلیک ولید. چي د لیکني محتوا ئې یوازي هغو ټاپولګولو او تورونو ته ورته وه چي په تیر ۳۰ کالو کي ئې دهمدې حزب لخوا په سلګونه زره بې ګنا افغانان په یو او بل تور تر چړۍ تیر کړي وه . هسي خو دا اوس هر افغان ته معلومه سوې ده چي د کابل پوهنتون څخه د ټاپو لګولو ډپلومه په لومړي ځل همدې دو انجینرانو ترلاسه کړ ، همدوئ وه چي د چپي او راستي اور ئې بل کړ او همدوی دي چي که هرڅونه ولس ته ځانونه په سپینو جامو کي پټ کړي ولس او تاریخ ئې دواړه پیژني چي همدغه د ای اس ای او سپاه پاسدارانو په کاسو رالوی سوي دافغانانو په وینو معامله ګرجنایت کاران دي . یو خوئې په خپله سزا ورسید خو بل ئې لا تر اوسه هم د افغان ولس دزخمونو ناسور ګرځیدلی دی .
دغه ناولي جهادیانو تر پرونه د امریکا غلامان او دهغوی په ډالرو او وسلو د ای اس ای په پلانونو د وطن ملي شتمنۍ دکمونیسټ او سوسیالست په خاطر دخاورو سره خاوري کړي دي خو نن بیا د روسانو په پیسو د همهغه ای ایس ای په لاس د وطن شتمنۍ او ځوانان د امریکا د مرستو په نامه له خاورو سره خاوري کوي .
همدغه حکمتیار ، ګیلاني ، سیاف او نورو زموږ دمظلوم ولس اولادونه ۳۰ کاله دمکتبي په نامه په مرمیو ویشتل او تر نن ئې دادی ښونځۍ ورسوځي خو خپل اولادونه ته ئې په اکسفورډ ، هاروډ او نورو یونیورسټیو کي ماسټرۍ ور واخستلې .
زه نه پوهیږم چي دوی په کوم جرائت بل چاته دجاسوسۍ دتور ګوته نسي په داسي حال کي چي خپل ټول عمر ئې دپردوپر کاسو په غلامۍ او مریتوب کي تیر کړی دی .
دهمدغو جهادي جنایتکارانو یو چمچلي په ډیره سپین سترګي د سباوون په مستعار نامه خپل دټاپو لګولو پروسه دا ځل په خورا شیطانت سره دپښتو ملي او وتلو پاڼو او دهغوی د چلوونکو پر لور کارولې ده .
سباوون دي په دې پوه سي چي نور په دغه تورونو دولس د ریښتني بچیانو اود هغوی د خدمت حوصلې نشي ماتیدلی . زه دلته نه یوازي دهغي پاڼي او چلونکو چي سباوون پرې د تورنو راکټ لانچري چلولي مدافع وکیل ځان ګڼم بلکې دا حق ماته خپله پښتونواله راکوي چي د ټولو پښتني ویب پاڼو او دهغو دچلونکو په وړاندي د هر ناولي او ګوډاګي خوله ورماته کړم .
زه څه چي درسته پښتنه ټولنه دا نشي هیرولای چي همدغه ټول افغان ، بېنوا ، لراوبر ،تاند او نورو وتلو پانودهمدې ټولني په نوي نسل کي څونه ژورنالیستان ، لیکوالان او شاعران وروزل . سباوون به خامخا نن پر همداسي پاڼو نیوکي کو ي چي ددوی دبادارنو هغه پلانونه چي په دوی ئې دا ۳۰ کاله عملي کړي وه چي دپښتنو روڼاندي په یو تور اوبل تور لمنځه یوسي دخارو سره خاوري کړل . ځکه دوی خو همدا فکر کاوه چي پښتون به تر پیړیو پیړیو د غږ پورته کولو توان له لاسه ورکوي . او نه به څو ک تر نسلونو پیدا کیږي چي ددوی د جنګي جنایتونو او خیانتونو یادونه به کوي . خو اوس نړیوالي پرمختللي ټکنالوژی هرڅه په بل لور واړول .
سباوون دلته هیره کړې ده چي پښتون ته خدای دغیرت او شجاعت سره یو بل څه هم ورکړي دي چي هغه الهي استعداد دي . چي په هرنګه توره تیاره کي د لمر په څیر ځان راڅرګندوي . خود به ئې نن زړه درد کوي چي دده او دده دبادارانو جنایتونه یو په بل پسي راسپړل کیږي .
زه حیران یم چي دغه بې ضمیره انسانان لا ولي خپل ځان نسي پېژندلای یواري خو دي همدا سباوون په خپل ګریوان کي سر کښته کي چي دغه لیکنه چي ټول افغان ورته خپره کړې ده ایا ددې پاڼي لګښتونه او دچلوونکو تنخوا وي دده مور ورکوي اوکه پلار ورکوي . همداسي دا نوري ټولي ویب پاني در واخله .
یوه ورځ په همدې سباوون وارو انسانانو کي دونه غیرت پیدا نسو چي ووائې دادی نن دا دوه غیرانه مرسته دپلانکۍ پاني سره وسوه .ولي برعکس غواړي دهمدې پاڼو چلوونکي په همداسي لیکونو مایوسه کړي ترڅو دداسي ستر خدمت څخه لاس په سر سي .
سباوون په خپله لیکنه کي په ډيره سپین سترګي سره د یوې وتلي پاڼي پر چلوونکي تور لګوي چي ولي ګویا د جهاد دیو معامله ګر مشرپه ضدئې یوه لیکنه په خپل پاڼه کي خپره کړې ده ولي دلته دا هیره وي چي ددغو پاڼو چلونکي په بهرنیو هیوادو کي شپه او ورځ په پردیسي کي په ځان یوه وکړې او یوازي د پښتني احساساتو لمخي زما ؤ ستا او دهغه بل لیکني خپروي ، نه څوک حق الزحمه ورکوي ، نه چار تر اوسه دمرستي لاس ورغځولی دی . زه ایمان لرم چي هغوي ددغه لیکنو ویلو ته وخت نه لري په داسي حال کي بیا پر دغه ځوانانو داسي ناروا تورونه لګول چي دوي یا دپروژو لمخي یا د کوم بل تاثر لمخي په یوچا پسي تبلغات کوي یوازي د پښتني ټولني سره مخامخ ددښمني په معنا ده .
دغه دپردو اجیر په خپله لیکنه کي یوبله موضوع په ډیره مغرضانه ډول را اخستې ده او هڅه ئې کړې ده چي دلوستونکو په سترګو کي خاوري ور وشندي . چي هغه دکندهار تلویزیون پاڼه ده چي ښائې یوه میاشت مخکي به ( دکندهار تلویزیون پاڼه هم یو داستان لري ) ترسرلیک لاندي د دعوت په وتلې پاڼه کي ټول داستان لوستونکو لوستی وي .
سباوون په دې لیکنه کي هڅه کړې ده چي یاده موضوع کي د یوځوان دخولو او خواریو بدل د خپل رهبر د جنایاتو دپتولو لپاره په غداري تعبیر کړي . حقیقت خو دا دی چي داکار که د بدنامه والي په وخت کي ترسره سوې که دنامداره والي دا یو عظیم خدمت و چي نوموړي په وړیا توګه میاشتي میاشتي زحمت وګالۍ او دپاڼه ئې جوړه کړه . برعکس د کندهار ادارې ددې پاڼي د زیات پور چي یوازي ۱۰۰۰ امریکائې ډالره دی دورکولو څخه نټه وکړه او ددې ادارې لپاره ئې ( http://kandahartv-gov.com/ ) په نوم یوه بله پاڼه په ډير ضیعف کیفیت جوړه کړه البته ښې دخړپ پیسې ئې هم پرووهلې . ولي دسباوون دخبرو څخه څرګندیږي چي ددې پاڼي هر غم بایدنوموړي ځوان د عمر ترپایه په سر اخسیتی واي هغه باید ددې پاڼي پیسې دخپله جیبه پری کولای خو دتلویزون ادارې به دپي ارټي څخه په لسګونه زره ډالره هره میاشت پر اخستل . هره ویب پاڼه هره میاشت لګښت غواړي دا لګښت د سباوون د مور دجیبه نه راځی او نه هم دکندهار بې کفایته ادارې په دا درې کاله کي ددې پاڼي دلګښت یو ډالر نوموړي ځوان ته ورکړی دي . دکندهار ټي وي پر پاڼه اوس هم لیکل سوي دي چي ددې پاڼي د ۲۸ میاشتو لګښت دکندهار حکومت ندی تحویل کړی . چي لګښت نه ورکول کیږي ؟ دپاڼي رسمیت بلي پاڼي ته نقل کیږي په داسي حال کي دا پاڼه ونه تړل سي نو باید څه ورسره وسي .
پکار خو دا وه چي سباوون باید هغه ادارې ته دشرم ګوته نیولای وای چي دکال بودیجه ئې تر یونیم میلون دالره اوړي او دوی د دولت په کچه د ۲۸ میاشتو لګښت ( یوازي زر ډالره ) نسي پری کولی .
سباوون چي هرڅوک دی خو ددې حق پښتانه هیڅ کله نه ورکوي چي دپښتنوپه منځ کي دي دپښتنو ویاړلي ځوانان دخپلو شومو اهدافو قرباني کړي .
دغسي سباوون وال چي دیرش کاله ئې دافغانانو ویني د جهاد او مقاومت په نامه وزبیښلې اوس غواړي خپل ناروا اهداف دپښتنو دعظیمو پاڼو ترمنځ دنفاق او یودبل په کارولو پلي کړي ولي ددوی د رهبرانو په څیر به ئې هیڅ کله دا ارمان پوره نسي او همداسي به ئې جنایتونه یو په بل پسي دهمدې پاڼو له لاري د ویښو پښتنو لیکوالو خوا راسپړل کیږي او مخونه به ئې نور هم تاریخ او ملت ته توریږي .
دپښتنو په مټ دټکنالوژی په مرسته دبیان دازادۍ سپین انقلاب زنده باد