په یو ورځینیو لوبو کې ۶۰۰۰ منډې چا چټکې پوره کړي؟

په یو ورځینیو لوبو کې ۶۰۰۰ منډې چا چټکې پوره کړي؟


  • 3 کاله دمخه (03/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1478

ایسفاین کریک انفو د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې په یو ورځینیو لوبو کې یې ۶۰۰۰ منډې چټکې پوره کړي دي.

په دغو لوبغاړو کې د سویلي افریقا د لوبډلې پخوانی لوبغاړی هاشم املا مخکښ دی، هاشم املا تر ټولو چټکې په ۱۲۳ لوبو کې ۶۰۰۰ منډې پوره کړې دي.

په دوهم ځای کې د هندوستان اوسنی لوبډلمشر ویراټ کوهلي دی، کوهلي په ۱۳۶ لوبو کې ۶۰۰۰ منډو ته ځان رسولی دی.

دریم ځای بیا د نیوزیلینډ لوبډلې لوبډلمشر کین ویلیمسن نیولی، ویلیمسن په ۱۳۹ لوبو کې ۶۰۰۰ منډې پوره کړي دي.

په همدې ترتیب د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی ویوان ریچارډس دی، ده په ۱۴۱ لوبو کې ۶۰۰۰ منډې پوره کړي او پنځم ځای کې انګلستانی جو روټ دی، روټ هم په ۱۴۱ لوبو کې دغو منډو ته ځان رسولی دی.