د افغانستان پخواني پوځ ته ځانګړې شوې الوتکې اوکراین ته ورکول کېږي

د افغانستان پخواني پوځ ته ځانګړې شوې الوتکې اوکراین ته ورکول کېږي


  • 2 کاله دمخه (05/05/2022)
  • سمسور
  • 828

سمسور (۱۵غوایی۱۴۰۱) د امریکا له‌خوا د افغانستان پخواني پوځ ته اخیستل شوې چورلکې اوکراین ته د ورکړې په حال کې دي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادراې «سیګار» ویلي، چې واشنګټن اوکراین ته د هغو شپاړسو Mi-17 ډوله چورلکو د ورکړې په حال کې دی، چې د افغانستان پوځ ته اخیستل شوې وې.

افغان هوایي ځواکونو تېر کال د هېواد د سقوط پرمهال شااوخوا پنځوس هیلوکوپترې او نورې نظامي الوتکې ازبکستان او تاجکستان ته ولېږدولې. 

بل‌خوا؛ روسیې کلک خبرداری ورکړی، چې اوکراین ته به پوځي مرستې د  مشروع هدف په سترګه وګوري.