د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو د خپلواکې ټولنې اعلاميه!


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • د ختيزې سيمې ليکوالو
  • 1226

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په جلال اباد کې د نړۍ اونيزې خبريال د يو شمير وسله والو ساتونکو له لورې وهل شوې او ګواښنه ورته شويده، د تر لاسه شويو کره معلوماتو له مخې انورالحق يرغل چې د جلال اباد نه خپريدونکې نړۍ اونيزې سره دنده لري د يکشنبې په ورځ په جلال اباد کې د حامد کرزي په پلوۍ جوړه شوې غونډه کې هغه مهال د وسله والو ساتونکو له لورې ونيول شو او په ګواښونو سره د غونډې له ځايه وويستل شو چې د نړۍ خپلواکه اونيزه يې دغونډې پر يو شمير ګدونوالو ويشله.
د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه  دغه ناوړه عمل په کله غندي او دا د بيان د ازادۍ او دغه راز د افغانستان د اساسي قانون او مطبوعاتو د قانون پرخلاف عمل بولي او د افغان دولت او د هغه نړيوالو ادارو نه چې د بيان ازادۍ د دودونې لپاره کار کوي په ټينګه غوښتنه کوي چې دا موضوع په جدي ډول وڅيړي او عاملينو ته يې د قانون سره سمه جزا ورکړي.
د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه