اوبو او انرژۍ وزارت: په ټول توان د اوبو د مدیریت هڅه کوو

اوبو او انرژۍ وزارت: په ټول توان د اوبو د مدیریت هڅه کوو


  • 1 کال دمخه (30/11/2023)
  • شریف ولي زاد
  • 416

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور تېره ورځ په لوګر کې د خروار بند د لومړۍ برخې د چارو د پرانېسې په مراسمو کې ویلي چې دوی په ټول توان د اوبو د مدیریت هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړې، په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلی او اوس د دې وخت راغلی چې اقتصادي ودې او بیا رغونې ته کار وشي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په لوګر کې د خروار بند جوړولو چارې پیل شوې.

پر یاد بند ۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ۳۶ متره په لوړ والي، د ۱۴۰ متره په پراخوالي سره د ۱۷ میلیونه متره مکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري چې ۶ زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.