د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د ګازو درېیو ګازو څاګانو د کېندلو تړون د اته میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې د دغه تړون پر بنسټ ترکي شرکت "سفیر سونداج" به د یوه کال په اوږدو کې د دې څاګانو کېندلو چارې بشپړې کړي.
سرچینه زیاتوي چې د دې درېیو څاګانو له کېندلو وروسته به هره ورځ ۱۰۰زره متره مکعب ګاز استخراج شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان ۵۶۲ ملیارده متره مکعب نا استخراج شوی ګاز لري؛ خو خپل د اړتیا وړ ګاز له نورو هېوادونو څخه واردوي.