د المپیک نړیوالې کمېټې له افغانو لوبغاړو سره د ۵۶۰ زره ډالرو د مرستې اعلان وکړ

د المپیک نړیوالې کمېټې له افغانو لوبغاړو سره د ۵۶۰ زره ډالرو د مرستې اعلان وکړ


  • 3 کاله دمخه (09/12/2021)
  • عبیدالله همرنګ
  • 1247

د المپیک نړیوالې کمېټې وایي، له هغو افغان ورزشکارانو سره چې افغانستان کې پاتې دي، ۵۶۰ زره امریکايي ډالره نقدي مرسته کوي. 

د المپیک نړیوالې کمېټې رییس توماس باخ ویلي، له طالبانو سره د خبرو اترو وروسته هوکړه شوې، چې له افغان ورزشکارانو سره د مرستو د وېش زمینه برابره او ملاتړ یې کوي.

نوموړي ویلي، دې کمېټې له دوه زره زیاتو افغانو ورزشکارانو ته ۵۶۰ زره امریکايي ډالره ځانګړي کړي، چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوری ووېشل شي.

له بلې خوا د المپیک نړیوالې کمېټې رییس د پاتې ورزشکارانو وتلو ته هم اشاره کړې او زیاته کړې ده، چې د وتلو لپاره یې هڅې دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته له ۳۰۰ زیات ورزشکاران او روزونکي لویدیځو هېوادونو ته د المپیک ملي کمېټې له خوا د بشردوستانه ویزو په مرسته وېستل شوي دي.