ډکسن: هڅه کوو، د نړۍ او افغانستان ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه یوسو

ډکسن: هڅه کوو، د نړۍ او افغانستان ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه یوسو


  • 1 کال دمخه (12/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 420

د افغانستان لپاره د برېټانیې شارژدافیر رابرټ ډکسن وايي، هڅه کوي چې افغانستان له نړۍ سره وصل او د دوی ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه یوسي.

نوموړي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتي سولې او ثبات طرف دار دی او له همدې امله له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو او تعامل په برخه کې هڅې کوي.

د ډکسن په خبره، له افغانستان سره د نړۍ تعامل دوامدارو سیاسي بحثونو او تماسونو ته اړتیا لري.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، مولوي کبیر  په دې لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ، په ځانګړي ډول له برېټانیا سره مثبت تعامل غواړي.

په همدې حال کې ډکسن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان او برېټانیې ترمنځ تعامل به په راتلونکي کې لا زیات شي.

هغه ویلي چې د تعامل ډېرېدو ته رسېدل د دواړو لورو لپاره مهم دي.

رابرټ ډکسن په داسې حال کې د تعامل زیاتوالي خبره کوي، چې وړمه ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي وو، چې دوی په کابل کې د خپل سفارت پر پرانېستو غور کوي.