بلخي: اقتصادي ستونزې پخوانۍ دي؛ د امریکا خبره سمه‌ده

بلخي: اقتصادي ستونزې پخوانۍ دي؛ د امریکا خبره سمه‌ده


  • 2 کاله دمخه (20/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1160

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، دوی د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په هغو څرګندونو، چې د افغانستان د اقتصادي او بشري کړکېچ په اړه پر حقایقو سترګې پټې شوي، اعتراف کوي.

هغه په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، چې اقتصادي ستونزې دوی ته په ميراث ورپاتې شوې دي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د ستونزو په حل کې باید هر څوک خپل مسؤولیت ادا کړي.  

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د طالبانو د هغه لیک په اړه غبرګون ښکاره کړی وو، چې کانګرس ته یې د افغانستان د میلیارډونو ډالرو اسعاري زېرمو د خوشې کېدو لپاره استولی و.  

ښاغلي وېسټ تېره شپه په ټویتر کې لیکلي، چې په دې لیک کې د افغانستان د اقتصادي او بشري کړکیچ په اړه پر حقایقو سترګې پټې شوي دي.