مسوولین: تېر کال د افغانستان پر هوايي حریم ۴۰ زره الوتنې ترسره شوې

مسوولین: تېر کال د افغانستان پر هوايي حریم ۴۰ زره الوتنې ترسره شوې


  • 4 مياشتي دمخه (26/08/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 144

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت چارواکي وايي، تېر کال د افغانستان پر هوايي حریم ۴۰ زره او ۱۶ پروزاونه شوي دي.

د یاد وزارت سرپرست ویلي، چې د تېر په پرتله د افغانستان پر هوايي حریم د پروازونو شمېر زیات شوی، چې له دې لارې په عایداتو کې هم زیاتوالی راغلی.

د هغوی د راپور له مخې، په یاد کال کې د هیواد له هوايي ډګرونو نه د ۱۲ زره او ۵۰۳ پروازونو له لاري یو میلیون، ۸۹۷ زره او ۲۷۳ مسافر لېږدول شوې، چې ۷۷۴ زره او ۷۰۰ هېواد ته راغلي او یو میلیون، ۱۲۲ زره او ۵۸۳ کسان له هېواد نه وتلي دي.

د معلوماتو پر اساس، اوس هم د افغانستان له هوايي حریم نه په ورځني ډول ۲۶۵ پروازونه ترسره کېږي.

د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، د افغانستان پر فضايي حریم الوتنې بندې شوې؛ خو په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، یو وار بیا ځینو هوايي شرکتونو د افغانستان پر هوايي حریم الوتنې پیل کړې.