ایران د اسرائیلو برید ته خپل ځوابي برید حتمي بولي او په وینا یې چې برید به یې نه تصورېدونکی وي.
د سپاه پاسدارانو قومندان حسین سلامي د اسرائیلو هوایي دفاعي سیستم ته په اېشارې ویلي، اسرائیلو په تېر برید کې ولیدل چې اسمان یې څنګه پرانېستل شو.
د هغه په وینا چې پر ایران د اسرائیلو برید ته به خامخا ځواب ورکړي.
بلخوا نیویارک ټایمز هم د ایراني سرچېنو له قوله لېکلي، چې د ایران مذهبي مشر خامنه یي ددې هېواد ملي امنیت شورا ته ویلي چې پر اسرائیلو برید ته دې تیاری ونیسي.