یوه ریشته


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالرحمان غضري
  • 1300

د تل په څیر مې نن هم دراستورانټ په باغیچه کې له یوو سره بیا تربله سره ناست خلک یو یو ترنظر تیرکو دباغیچې څراغونه ټول روښانه وو د اوبوله تلاب څخه رنګینې فوارې هم هغسي راپورته کیدلې خو ماته دخپل ښکاروړڅوک په نظر را نه غی انتظارمې غوره وګاڼه دیوو ګوښه میزخواته لاړم  هغلته کیناستم سترګې مې په راروانوخلکوکې وې دخپل ښکار په لټه وم په هغې مې سترګې ولګیدې ورته ځیر شوم ښه ورته ځیرشوم دهغې دلاس بکس ته مې ورپام شو ښکلی وو قیمتي معلومیده هغه زمالوري ته راروانه وه لکه چې ښکارپخپله دښکاري په لومه کې ځان اچوي نور نو هغې ته کتل مناسیب نه و  سترګې مې دمیزپه سره په پرته ورځ پاڼه کې وګنډلې ځان مې ناګاره واچاو هغه رانیزدې شوه  دمیزخواته راغله ودریده له لیږخاموشي ورسته یې راته وویل سلام زه دلته کښینستای شم سرمې ورپورته کو مهربانې وکړي ولې نه مننه  هغه کیناسته مالاهم ورځ پاڼې ته کتل وبښﺉ تاسو دهم دې ځای اوسیدونکې یﺉ سره مې ورپورته کو  هغه لیږمسکۍ شوه هسي ماویل چې له کوم بهرني هیواد نه خوبه نه یﺉ  راغلي جواب مې ورنه کو په فکرکې شوم چې څه ورته ووایم په څه کې مې ګټه ده لیږورسته مې ورته وویل  نه زه هم دلته اوسیږم هغې یواځې سترګې لیږپورته کش کړې
لیږورسته یې غاړې سره کش کړې بیامې وروکتل څوک میلمانه مو راروان دي؛
مطلب مې داوو چې میزخوبه مو کیرایه کړی نه وي ماویل نه خو هغې ویل خو څه هیڅ دغه دی تاسو راغلﺉ نن راسره تاسو میلمانه شﺉ هغه مسکۍ شوه  مننه زه یوچاته انتظاریم هسي هم دماښام ډوډۍخوړلوته
لاوخت شته کیدای شي موږ بل ځای ته ولاړشوښه په غورمې ورته وکتل هسي نه چې په رښتیا ولاړه شي
زه باید یوڅه وکړم خو څنګه ؟
کیدای شي چې بده ومني باید په یووچل ځان ورنیزدېکړم
بیا هم دیوو مناسب وخت  په انتظارشوم لیږورسته هغه ولاړه شو ګړۍ ته یې وکتل  مړه غوندي یې وویل ډیر یې ناوخته کوخدای مه کړه څه ورپيښ شوي نه وي وویریدم چې رانه ولاړه نه شي ماویل کینه خیردی رابه شي په ښارکې دترافیکوبیړوباړ دی کیدای شي چیرته لاربنده وي حتماٌ راځيهغې په کدم وهلو شروع وکړه سترګې یې له انتظاره ډکې راته ښکاره شوې څوځلې له مانه یوې اوبلې خواته تیره راتیره شوه مادخپل هنر په چلونوباندي فکرکاوو کوم یو یې اسمتعال کړم کوم یو ماثیرتمامیدای شي هغه ښځه ده باید  احتیاط وکړم چې خبره خرابه نه شي همدومره وو چې د اخ ناره یې له خولې ووته په ماراړنګه شوه لکه چې پښه یې واوښته دهغې دپورته کیدو هڅه مې وکړه زړه مې نه غوښت چې پورته شي له څڼو څخه یې دګلابونو وږمې راپورته کیدې سترګې مې دهغې په لاس ولګیدې دسرولاس بند ته مې ورپام شو دسرودی لیږترلیږه شل دریش زره خو ارزي هم دغه یې وخت دی هغه بیرته پورته شوه کته یې کتل سترګې یې له حیا ډکې شوې یوڅه خیرزه غوندي ښکاریده
په کراره یې شونډې وخوځیدې وبښﺉ لکه چې خوږمې کړﺉ؟ماویل نه نه خیر دی خو نورمې څه ونه ویل
هغې خپلو بوټونوته وکتل څه یې ویل خو بیرته غلې شوه ښه زه درنه ځم هغه لکه چې نه راځي شپه مو په خیر
سمه ده ښه  شپه خدای ته دې سپارم هغه درستورانټ ترکونج پناشوه زه هم باید تللی وای نورکیناسته مناسیب نه و ولاړ شوم له باغچې نه کرارغوندي راووتم دهوټل له دوال سره مې ګامونه لیږوږده کړو ترکونج مې ځان بدل کولیږمخته مې یوچالاره ونیوه تته رڼاوه وویریدم دتلوهڅه مې وکړه لاس یې راوږدکړ په لاس کې یې یوڅه نیولې وو حیران غوندي شوم ورته ځیر شوم هغه وه راته ویې خندل  لاس یې نور راوږدکړ
واخله دابټوه دې دوه پنځوستي پکښې وو یو مې درته پریښود هو رښتیا هغه لاس بندمې راکړه نقلي دی په ۷۰روپۍ مې اخستی ورو غوندی مې ورته وویل مطلبمسکۍ شوه مطلب داچې زموږ دواړو ریشته یوه ده

۲۰۱۰/۲/۶