سمسور نیوز (۸لړم۱۴۰۱) د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر وايي، د افغانستان د دیني مدرسو اوسنی نصاب له هند او پاکستان څخه نقل شوی او باید بدلون ومومي.
د اطلاعاتو او رسنیو مرکز سرپرست انعامالله سمنګاني پر خپل ټوېټر لیکلي، تېرو څو کلونو کې واکمنو نظامونو اسلام سره دښمني درلوده او نه یې غوښتل، چې دیني علوم په واقعي توګه تدریس شي.
د سمنګاني په وینا، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د مدرسو نصاب باید داسې ترتیب شي چې نننیو اړتیاوو ته ځواب ووايي او نور اسلامي هېوادونه د اسلامي امارت د مدرسو لاره تعقیب کړي.