وروستیو سېلابونو ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

وروستیو سېلابونو ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 1 مياشت دمخه (01/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 67

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر اوچا (O.C.H.A) خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د تېري فبروري میاشتي له ۲۶مې نېټې راهیسي د سېلابونو له امله ۲۲ کسان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ژوبل شوي دي. 

د دغه دفتر د افغانستان څانګې تېره ورځ (جمعه) پر خپله ایکس پاڼه دغه خبر ورکړی او په یوه بیان کي یې لیکلي، چې د وروستیو سېلابونو له امله د دغې مرګ ژوبلې سره- سره سلګونه کورونه زیانمن او کرنیزې ځمکې هم تخریب شوي دي. 

په بیان کې راغلي، دوی هڅه کوي، ترڅو دغو زیانمنو شویو کسانو ته مرستې ورسوي؛ خو لا هم ډېرو مرستو ته اړتیا ده. 

خو تر دې وړاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې مسئولینو ویلي وو، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۶ کسان وژل شوي او ۴۰ تنه نور ژوبل شوي دي.