افغانستان سره د جاپان ۱۲۲،۲ میلیونه ډالري مرسته

افغانستان سره د جاپان ۱۲۲،۲ میلیونه ډالري مرسته


  • 3 کاله دمخه (01/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1095

کابل کې د جاپان سفارت وايي چې دغه هیواد د افغانستان د بشردوستانه او پراختیايي پروګرامونو لپاره له یاد هیواد سره ۱۲۲ اعشاریه ۲ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د جاپان سفارت د خبرپاڼې له مخې دغه مرسته د جاپان د ۲۰۲۰ مالي کال له بودیجې څخه ورکول کیږي او دا مرسته یې په جینوا کنفرانس کې د جاپان د ژمنې عملي کیدل بللي دي.

جاپان د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کې د جینوا کنفرانس کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د ۱۸۰ میلیونه ډالرو مسرته اعلان کړه.

د خبرپاڼې له مخې نوې مرسته په روان زیږدیز کال کې ورکول کیږي چې په ټول افغانستان کې به د بشر پالنې او پراختیا برخه کې ۱۷ پروژې تمویل کړي.