امریکایي جنرال له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو غږېدلی

امریکایي جنرال له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو غږېدلی


  • 1 کال دمخه (17/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 742

سمسور نیوز (۲۶لېندۍ۱۴۰۱) سمسور نیوز (۲۶لېندۍ۱۴۰۱) د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینکام قومندان جنرال مایکل کوریلا پاکستان ته پخپل سفر کې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې مایکل کوریلا خیبرپښتونخوا ایالت ته تللی او د افغانستان – پاکستان د پولې اوږدو کې یې د امنیت په تړاو د پاکستان د پوځ له نوي مشر جنرال عاصم منیر او لوی درستیز ساحر شمشاد مرزا سره خبرې کړې دي. 

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه امریکايي جنرال د روانې میاشتې له ۱۴مې تر ۱۶مې نېټې پاکستان ته سفر درلود او د پاکستان له نظامي چارواکو سره یې لیدلي دي.