بلنکین: مونږ هڅه کوو، چې افغانستان سره نوره مرسته هم وکړو

بلنکین: مونږ هڅه کوو، چې افغانستان سره نوره مرسته هم وکړو


  • 3 کاله دمخه (22/12/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1028

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په دې پوهېږي چې دغه هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

 هغه زیاته کړې، چې امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی لابه هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

بلینکن وایي دوی د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د بدلولو په لټه کې دي، غواړي له دغه هېواد سره لا ډېرې مرستې وکړي خو هڅه یې دا ده چې مرستې د حکومت پر ځای مستقیم عامو افغانانو ته ورسېږي. 

نوموړي د کنګل شوې شتمنۍ په اړه هم ویلي، چې د اړتیا په وخت کې به له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره د دې شتمني د شرېکولو په اړه پرېکړه کوي.

بلنکین یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې دمګړی نوی افغان حکومت وایي، چې کفري دولتونه دې له دوی سره مرسته وکړي.