د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د پنبې د کروندو په پار څه باندې زر ننداریزې کروندې جوړېږي.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د پنبې د کروندو په پار څه باندې زر ننداریزې کروندې جوړېږي.


  • 3 کاله دمخه (02/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1301

سمسور (یکشنبه د غویي ۱۲) د کرنې او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۰م کال د پلان له مخې په څوارلس ولایتونو کې د پنبې د کروندو د پراختیا او د پنبې د عصري کرکېلي دودولو په پار د پنبې یو زرو ۴۰ ننداریزې کروندې جوړېږي. 

یاد وزارت وایي، چې دا کروندې د روان کال د پلان پر بنسټ د هېواد په هرات، سرپل، کندز، بلخ، ننګرهار، لغمان، کندهار، نیمروز، فاریاب، تخار، سمنګان، بغلان او هلمند ولایتونو کې جوړېږي.

د سرچینې په خبره، چې دغه ننداریزې کروندې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې کرل کېږي.

سرچینه همداشان د دغو کروندو جوړېدل د پنبې کرکېلې ته د کروندګرو هڅول، د تولیداتو ډېروالی، داخلي او نړیوالو مارکېټونو او بازارونو ته د کیفیت تضمین او لا ښه والی په ګوته کوي.