امریکا د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره پاکستان ۷۵ میلیونه ډالر ورکړي

امریکا د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره پاکستان ۷۵ میلیونه ډالر ورکړي


  • 1 کال دمخه (05/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 605

په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند په دوام، امریکا ویلي، په ۲۰۲۱ کې یې پاکستان ته د کډوالو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیونه ډالر ورکړي دي. 

په اسلام‌ آباد کې د امریکا سفارت پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه پیسې یې د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر راهیسې ځینو پاکستاني بنسټونو ته ورکړي، چې د افغان کډوالو ملاتړ وشي. 

دغه سفارت لیکلي، چې په یوه ناسته کې یې له هغو پاکستاني بنسټونو مننه کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې یې له افغانستانه تازه ورغلو کډوالو سره مرسته کړې ده.

امریکا داسې مهال د یادې مرستې خبره کوي، چې په پاکستان کې وخت ناوخت له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکول کېږي او لا هم سلګونه افغانان په دغه هېواد کې بندیان دي.