حکمتیار: د نجونو پرمخ د زدکړو د بندیز لپاره هېڅ دلیل نشته

حکمتیار: د نجونو پرمخ د زدکړو د بندیز لپاره هېڅ دلیل نشته


  • 1 کال دمخه (24/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 661

سمسور نیوز (۳مرغومی۱۴۰۱) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو پرېکړه د ټول افغانستان لپاره له زیان څخه ډکه بللې ده.

نوموړي د جمعې ورځې په خطبه کې ویلي، چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو او د هغوی د زده کړو مخنیوي په اړه هېڅ عقلي او شرعي دلیل نشته.

هغه زیاته کړې، دا ډول پرېکړې د ځوان نسل او د هېواد د راتلونکي نسل ضایع کول دي.

بلخوا، د مصر الازهر پوهنتون مشر شېخ احمد الطیب هم د ا.ا له لوري پوهنتون ته د نجونو پر ورتګ بنديز د شريعت خلاف کړنه بللې ده.

احمد الطیب ویلي، اسلام ښځو او نارینه دواړو ته له زانګو تر ګوره د زده کړو امر کوي.