تر قیامته جهاد


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد رفیق رفیق
  • 1062

 څو شپې مخکې د طلوع نیوز ټلوېزیون په (فرا خبر) خپرونه کې له داعش ترهګرې ډلې سره دا نجینیر ګلبدین حکمتیار پر یو ځای کېدو باندې بحث روان وو، مېلمانه یې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ او د حزب اسلامي (نه ده وویل نه زه پوه شوم چې د کومې ډلې) غړي نصر من الله ممتاز وو؛ بحث له هر اړخه ډېر جالب او څو جالبې اوږدې تبصرې پر کېدای شي.

زما لپاره د خوښۍ خبره دا وه چې نن له نېکه مرغه افغانستان د فکري آزادۍ هغه برید ته رسېدلی چې د دې وطن یوه روښانه ښځه په پوره جرئت سره د رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه د مرګ او ترور تور بانډونه ډبولای شي، له سرحلقو او سرغنو یې جامې ایستلای شي او د رسوایۍ سپین میدان ته یې را کشولای شي. 
هغه ترهګري ډلې او  تنظیمونه چې تصوريې هم نه شوای کولای چې تر قیامته دې یې څوک پر وړاندې سپوڼ هم ووهلای شي.
دلته زما تبصره د بحث پر دې اړخ ده چې محترم ممتاز اول خو دا د ځان لپاره ډېره د افتخار وړ وبلله چې دی د حزب اسلامي په غړیتوب تورن دی، یا څوک دا تور په پورې کوي. ور پسې دويمه جالبه یې دا وه چې د مجاهدینو، خاصتاً حزب اسلامي، جهاد د افغانستان د استقلال لپاره نه، بلکې په افغانستان کې د شریعت د نفاذ لپاره وو او دا جهاد به تر قیامته ادامه لري.
پر دغه نظر باندې په تبصره سره کېدای شي لږ تر لږه دوه اعتراضه را باندې وارد شي:
یو- ممتاز یو د خدای دېوانه دی، د خبرې سر و بر یې نه مالومېږي، د دغسې سر بداله کسانو خبرې جدې نیول خپله لېونتوب دی.
دوه- ممتاز خو څه نوی ایډیا نه ده رامخې ته کړې. په دې خو هر اهل خبره پوه دی چې د مجاهدینو د مشرانو لپاره نه افغانستان مهم و، نه افغان، بلکې دوی ملي و وطني روحیه و تمایل له کفر سره مترادف باله او چې په چا کې به یې دغسې د یوې هېوادنۍ مینې کرشمه تشخیص کړه، نو د مرحوم ډاکتر پوهاند بهاءالدین مجروح، عزیزالرحمن الفت او نورو غوندې به یې ترورول او یا به یې د ډاکتر عبدالصمد حامد، عبدالرحمن پژواک او نورو په څېر په سکوت او تبعید محکومول.
ډېره ضرور ده چې دغسې ممکنه اعتراضو ته جوابونه ووایم:
اول جواب- شک نشته چې د ټلوېزیون پر سکرین ممتاز تر یوه لېونچور ها خوا بل څه نه ښکاري، مګر په دې ټکي باید ښه سم سرونه سره خلاص کړو چې نوموړی د ثور له کودتا وروسته د افغانستان په جنګي تاریخ کې د یوه مؤثر، مطرح او سیسټماټیک بانډ په نماینده‌ګې خبرې کوي چې کله یې د جدي رسنیو په جدي بحثو کې د حضور ضرورت محسوسېږي، نو مانا یې دا ده چې د افغانستان پر سرنوشت تاثیر لري او باید جدي ونیول شي او یوه بله مانا یې دا هم کېدای شي چې دغه ډول کسان چې هم فعال دي او هم خپلو افعالو ته متعهد، نو پر وړاندې یې د باهوشو روشنفکرانو او وطنپرستو مبارزانو مسوولیت خورا دروند دی چې د وطن او ملت برخلیک دغسې لېونیو خونخورو او وطنفروشانو ته ور خوشې نه کړي.
دوهم جواب- له بده مرغه زموږ عامه ذهنیت ته لا چا دا سمه نه ده ور فهمولې چې زموږ د جهاد د رهبرانو لپاره د جهاد ماهیت څه و؟ دا سمه ده چې د یو شمېر اهل خبرو لپاره به مو دغه ماهیت د درک وړ و، خو بدبختانه له دوی څخه ځینې یې د محافظه کارۍ د چنجیو خوراک دي او نور یې بیا دریځ، ممبر یا لوډسپیکر په اختیار کې نه لري چې خپل غږ رسا د ملت تر غوږو ورسولای شي.
زه نه پوهېږم چې له ممتاز څخه به د افغانستان د استقلال د سپکاوي خبره په احساساتو کې راوتلې وي او یا به یې د سپین سترګۍ سرحد هم کراس کړی وي چې نور نو دا مصلحت حتمي نه دی چې د وطن د اهمیت درواغجن شعار دي  ورکړي؟ 
هر څه چې وي نور باید همدغه پوخ نقل قول زموږ د ټول جهادي کولکټیف د یوې یوازېنۍ ډالۍ په توګه افغان ولس تر فرد- فرده ورسول شي او په دې پوه کړل شي، چې د جهاد د رهبرانو لپاره د جهاد مانا څه وه او څه ده؟
که د سره شوروي د یرغل پر ضد د افغانانو مبارزې ملي صبغه لرلای، د وطن د مقدسې آزادۍ په نوم ټول راپاڅېدلې وای، د افغانستان، افغان ملت او افغاني ارزښتونو د سپېڅلتیا په نوم د استقلال بيرغ اوچت شوی وای، نو بیا به د وطن پر حیثیت او ملت پر ناموس هغه غوبل نه جوړېدای چې د شوروي تر شکست وروسته هماغو مومنو او د شریعت شعاري مجاهدینو یې ابتکار په لاس کې واخیست.
دا ډېر مهم ټکی دی چې ممتاز تر قیامته د جهاد د شعار چیغې وهلې او شکریې بارکزۍ یې هم تائد کاوه خو په دې توپېر چې هغې ویل، موږ د بیان د ازادۍ او ودانۍ جهاد شروع کړی او ادامه ورکوو، خو د مجاهدینو، په ځانګړې توګه حزب اسلامي په نماینده‌ګي د ممتازه لپاره د جهاد مانا یوازې او یوازې قتل و قتال، تباهي، ورانې او ډبول و ډزول دي او دوی به تر قیامته دې چارې ته ادامه ور کوي، ځکه تر دې نو نور صراحت بد ایسي چې د دوی لپاره افغانستان، استقلال او ملي حاکمیت مهم نه وو او نه دي، بلکې دوی د شریعت د تطبیق لپاره جهاد کاوه او کوي یې.
دلته یوه بله نقطه هم ډېره د غور وړ ده چې کله دوی تر قیامته د شریعت د نفاذ لپاره د قتال په ماهیت جهاد فرض بولي، نو د دې یوه څرګنده مانا خو دا ده چې تر دوی به تر قیامته شریعت حاکم نه کړای شي او جهاد ته به ادامه ور کړي، رشتیا هم، کله چې د دوی د شریعت او اعلاء کلمة الله د تطبیق پروسه هغسې وي لکه د ۱۳۷۱ لمریز کال تر اسلامي انقلاب و اسلامي حاکمیت وروسته چې یې نمایش ته وړاندې کړه، نو دغسې شریعت به هيڅکله هم حاکم نه شي او دوی به یې د حاکمیت لپاره تر قیامته جهاد ته دوام ور کړي.
سرخط ورځپاڼه