دهېواددښمنانونن د ملي خاین او ملت دښمن مسعود نهم تلین ولمانځه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • امین بسمل
  • 1399

دګران افغانستان  آزادي  چې دهېواد د رښتینو زامنواو لوڼوپه وینو ګټل  شوې وه اوس یې  پردیپال  نه  لمانځي خو هغه چا چې له ولس او هېواد سره دستروجفاوپه سلسله کې د شهید داودخان  دنظام نړول غوښتل اوبیایې  د روسي واکمني دپراختیالپاره دجهاد په نوم  مټې رانغښتې وې ،دکابل  ښار یې وران اوله شپېتوزروڅخه  زیات ښاریان یې شهیدان کړل، هېوادیې له بې ثباتي، تجزیې اوقومي ناندریوسره  مخامخ  اودهېواد مادي او معنوي  شتمني یې  لوټ کړه دهغه جابر لمانځنه  نن  په کابل ښارکې پلن څټو، څېسنو، خرخول کړو، پمنو اوکرغېړنو په خورا زړه ورتیا سره وکړه .
پوره ۹ نهه کاله  دمخه  روسانو ته لاس په سلام  غلام  مسعود ظاهرأ په ناڅرګند ډول والوزول  شو خو د وخت  په تېریدو سره  څرګنده شوه چې مسعود دنوي استعمار مکارو لېوانو دپنجشېر په شغالانو وخوړ.
دهغه  په مړینه کې دقسیم فهیم ، عبدالله او قانوني  ونډه لا په هغو لمړیو ورځو کې څرګنده  شوه په هر صورت  د هغه  په  ورکه یو شمېر کسانو دخدای (ج) شکر ادا کړ چې ګوا کې  د هېواد د تجزې  او قومي  شخړو دمخکښ له ورکېدو سره به بیا کوم بل داسې  خاین  رامینځ  ته نه شي  چې قومي شخړوته لمن ووهي اویازموږ هېواد دتجزې خوا ته کش کړي خو له بده مرغه نه  تنها دهغودااټکل ناسم وخوت  بلکې  ښکېلاکګرو ځان ته د دې زمینه  برابره کړه چې دمسعود دقاتلینو په نازولو اولمسولوسره  هم زموږ هېواد اشغال کړي او هم  داقاتلین له  یو شمېر نورو جنګي جنایتکارانوسره لوړوموقفونو ته په رسولواود ولس له محکمې څخه  دژغورولو له لارې  دې  ته وهڅوي  چې یو ځل بیا زموږ  وروڼــه  قومونه  جګړو ته اړباسي  دهزاره ګانو او کوچیانو شخړې یې ژوندۍ  بېلکې دي .
همدا راز زموږ  دهېواد دتجزیې  لپاره په هند کې  دامریکا پخواني  سفیر رابرت بلکویل او ګالبریت  په  څرګنده د افغانستان  د تجزیې  وړاندیز وکړ، ورپسې دامریکادسنامجلس افغان دښمنو سناتورانوپه برلین کې له مکار ضیأ مسعود، دجنبش  له وطنفروش ذکي، دملي خاین اوقاتل محقق  له استازو سره  دافغانستان  په  تجزیه سلا وکړه .
ددې افغان  دښمنوناستو پاستو په سلسله کې  ملي خاین عبدالله ، ضیأ مسعود، قاتل او وحشي دوستم  هند ته ولاړل او هلته یې دشمال  هېواد دښمنې  ټلوالې دبیا غښتلتیا لپاره له  هندي  واکمنانو مرسته  وغوښته  تر څو د افغانستان تباهي او تجزیه ګړندۍ  کړي .
دا پاس یادو شووملي خاینانو نن  دخپل  همغاړي  اوجنګي جنایتکارنهم  تلین  د شهید کابل په ټټر ولمانځه،  د
سقأو دلمسیانو بدماشي، سپین سترګي اوهېواد  دښمنې  روحیې  زموږ  د هېواد تاریخي   غلیم   انګرېز   ته   یو ځل  بیا دا جرت ورکړ چې همدا نن نن  په لاندې ډول سره خپله افغان  دښمنه  ترحه  وړاندې کړي :
                                          يوې انګريزي څيړنيزې ادارې هم د افغانستان د تجزيې وړانديز کړى دى
د انگرېزانويوې مخورې څېړنيزې ادارې د افغانستان لپاره د يوې داسې طرحې وړانديز کړى چې ورسره به
عملا" جنوب طالبانو ته پرېښودل کېږي او په شمال کې به تر اوسني شمېر ډېر لږ لوېديځ عسکر ځاى پر ځاى کېږي.
د ستراتيژيکو څېړنو د نړيوال انستيتوت په نامه دا مرکز وايي چې د افغانستان د ودانولو او پياوړتيا اوسنۍ طرحه کار نه ورکوي او پر دغه هيواد له لگښت نه سپمېدلې پيسې او ډېپلماتيک زور په بل ځاى کې لا ښه کارېدلى شي. په دغه طرحه کې د افغانستان لپاره د يوه کمزوري فدرال حکومت وړانديز شوى چې عملا" به دومره واک نه لري.
د ستراتېژيکو څېړنو نړيوال انستيتوت د افغانستان په اړه د لوېديځ په تگلارو کې د يوه بنسټيز بدلون غوښتنه کوي.
هدف دادى چې د ناټو اوسنۍ تگلاره دې چې هيواد جوړونه يا ملت جوړونه ده، د {ترهگرۍ} د کابو کولو او مخنيوي په يوې روښانه تعريف شوې تگلارې واړول شي.
د انستيتوت مشر جان چېپمن پر نړيوالو چارو د خپل کلني رپوټ د خپرولو پر مهال يادونه وکړه:
رپوټ وايي اوس چې د افغانستان کړکېچ دا دى د لسو کلو تر پولې اوښتونکى دى، د ځواکونو په چمتو کوونکو هيوادو کې د اوږدې مودې پاتې کېدو ته نور ولسي ملاتړ په کمېدو دى.
هغه وويل: په لومړي سر کې هدف دا و چې القاعده په دغه هيواد کې گډه وډه شي، را وپرځول شي او له منځه يوړل شي.
دغه انستيتيوت په داسې حال کې دغه وړانديز کوي چې تر دې مخکې امريکايي او اروپايي ډيپلوماتانو هم په پرله پسې توګه د افغانستان د حل لارې لپاره  يواځې ددغه هيواد تجزيه کول په ګوته کړي وو.
خو افغان کتونکي وايي چې نړيوالو په افغانستان کې ماته خوړلې او په ورته وړانديزونو سره غواړي خپله ماته د افغانستان په تجزيې سره  بدله  او يو وار بيا اوبه خړې او ماهيان پکې ونيسي .
                                                                              دلوی افغانستان له چلوونکو څخه په مننه
ځورېدلو هېوادوالو!
زموږ دولس او هېواد دتباهي  لپاره  ملي خاینانو هم  په هېواد کې دننه او هم له  هېواد څخه بهر پورتنۍ دسیسې روانې کړې  دي .
داملي خاینان اوجنګي جنایتکاران  دهر اړخیزومزو چړچو ترڅنګ  ورځ  په ورځ  دیرغلګرو لخواپه  خورا سپین سترګي سره  نازول کیږي  تر څو زموږ په  هېواد بیا هغه شپې راولې  کومې  چې شیر پنجشېر بز کابل  په اویا یمه لسیزه کې رواستې وې  .
ددې  خاینانو ټولې کړنې  زموږ داساسي قانون او ملي ګټو پر خلاف  روانې دي  د حیرانتیا ځای خو لا دادی  چې
په ولس تپل شوي کرزي له یوه څخه  هم ونه پوښتل چې  ولې  دهېوادله ګټو سره په  ټکر کې  اعمال تر سره کوئ ؟
اوس نو ښاغلی کرزی له دوو حالاتو څخه  په یوو کې قرار لري :
یاخود تېرونهوکلونوپه  څېرله  همدغوخاینانواوجنګي جنایتکارانوسره  په  هره  دسیسه کې  همغاړی  او جرمي  شریک دی او یا خو د یو یرغمل  شخص حیثیت لري .
کرزی په دواړوحالاتوکې ګنهکارګڼل کیږي لمړی حالت یې تشریح ته اړه نه لري   په دوهم حالت کې ځکه  دولس  او هېواد په وړاندې ګرم دی چې  ولې هر څه له ولس څخه پټوي  که یرغمل وي خو په ولس  دې غږ  وکړي  پاک او صفا دې  ووايي چې  ټول واک دجنګي جنایتکارانو په لاس کې دی زه یې  په  وچ  زور کښېنولی یم  نور نو را ولاړ شئ  بله چاره نشته بې له ملي پاڅون څخه .
زه باوري یم  چې  زموږ دردېدلی ولس به بې تفاوته پاته نه شي خو له بده مرغه چې کرزی دقدرت ساتلو لپاره هره بې ننګي مني .
که هغه  داسې نه وای  اوپه رښتیا هم  صادق وای دافغانانوپه دې  ویالو ویالو وینو به یې  زړه  سوځولی  وکه نور څه یې په وس نه وای نو استعفا خوبه یې کړې وه  .
دهغې ورځې په هیله چې زموږ دکړېدلي ولس په رسۍ ټول ملي  خاینان را ځوړند شي .
ومن الله توفیق