افغان او جرمني چارواکي پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي

افغان او جرمني چارواکي پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي


  • 6 ورځي دمخه (28/05/2025)
  • سمسور نیوز
  • 24

په دوحه کې د سرپرست حکومت سفیر سهیل شاهین، افغانستان لپاره د جرمني سفارت له شارژدافیر رولف ډیټر راینهارډ سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ويلي، چې په دې کتنه کې په جرمني کې د سیاسي مسائلو او مېشتو افغانانو ته د قونسلګرۍ خدمتونو وړاندې کولو په اړه هم خبرې شوې ‌دي.

د یو بل خبر له مخې، سهیل شاهین د قطر د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس علي بوشرباک المنصوري سره په کتنه کې د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، د سوداګریزو نندارتونونو د جوړولو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو غونډو په اړه خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې قطر په افغانستان کې د ځینو لویدیځو هېوادونو سیاسي استازولیو کوربه توب کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له سیاسي بدلونونو وروسته، ډېری لویدیځو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او اوس يې ډیپلوماتان له دوحې څخه فعالیت کوي.