له افغانستان څخه هند ته روانه په انځرو بار لارۍ د پاکستان په خاوره کې سوځېدلې ده.
یاده پېښه تېره ورځ د بلوچستان په لورلایي سیمه کې رامنځته شوې.
د اقتصادي معاوونیت ځانګړي سکرتر عبدالله عزام پرخپله ټوېټرپاڼه د یادې پېښې د ویډیو په نشرولو سره ویلي چې د یادو انځرو ارزښت ۳۰۰ زره ډالره وه.
نوموړي که څه هم په ښکاره ډول نه دي ویلي چې دا کړنه چا کړې، خو لیکلي یې دي، چې دا چاره د ورانکارو له لوري ترسره شوې چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې زیانمنولی شي.
عزام زیاته کړې، که پاکستان له افغانستان سره د غوره سوداګریزو اړیکو نیت لري نو باید به جدي ډول د دغسې پېښو مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د افغانستان له لارې مرکزي اسیا سره د پاکستان سوداګریزې اړیکې تر بل هر وخت پراخې شوې دي.