په جرمني او بلجیم کې کم ساري بارانونو شوي، چې له امله یې پراخ سېلابونو راوتلي، یادو سېلابونو تر اوسه لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه کړي او لسګونه نور نادرکه دي.
د سېلابونو ډېری قربانیان په جرمني هېواد کې دي، بلجیم کې یوازې ۱۱ کسان مړه شوي او په هالنډ کې هم سېلابونو پراخ زیانونه اړولي دي. ویل کېږي چې یاد سېلابونه د لویو سیندونو د ډکېدو او پر غاړو یې د اوبو اوښتلو پایله کې راوتلي دي.
د راپورونو له مخې سلګونه سرتیري او د پولیسو چورلکې سیلاب ځپلو سیمو ته استول شوي، چې له ایسارو خلکو سره مرسته وکړي. په جرمني کې ۱۳۰۰ کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
باید وویل شي، چې په زیاتره سیمو کې لسګونه کورونه د غورځېدو له خطر سره مخ دي.