د ترکیې ټاکنې؛ اردغان مخکښ دی، خو اکثریت یې لاهم نه دي پوره کړې

د ترکیې ټاکنې؛ اردغان مخکښ دی، خو اکثریت یې لاهم نه دي پوره کړې


  • 1 کال دمخه (15/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 827

د ترکیې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې رجیب طیب اردغان تر اوسه مخکښ کاندېد دی.

په یاد هېواد کې تر اوسه د ۹۷.۸ سلنه رایې شمېرل شوې چې اردغان په کې ۴۹.۳۷ او سیال کاندید یې کمال قلیچدار ۴۴.۹۰ سلنه رایې ګټلې دي.

بل لورته یو شمېر ترکیې رسنیو ویلي، که څه هم اردغان مخکې دي، خو لا یې هم اکثریت رایې نه دي وړې او ښايي له همدې امله ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.

په ورته مهال رجب طیب اردغان هم تېره شپه خپلو پلویانو ته ویلي و چې دوی مخکښ دی، خو که ملت یې دویم پړاو ته د ټاکنو پرېکړه وکړي، نو دوی به ورته احترام ولري.

بل لورته د اردغان سیال کمال قلیچدار بیا په دغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو خبره کړې او د ترکیې اوسنی جمهور رییس رجب طیب اردغان یې په ټاکنو کې په لاسوهنې تورن کړی دی.

لاهم د دغو ټاکنو وروستی پایله نه ده اعلان شوې.