افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې ۲۵ تنه په سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه په پلازمېنه کابل کې څلورو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
یادې ټولنې پرون شپه په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې د دغو ماشومانو د درملنې ټول لګښت د دوی لخوا ورکول کېږي.
دا پداسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د یادې ټولنې مسؤلینو په یوه غونډه کې د تېر کال د فعالیتونو د راپور ورکولو پر مهال ویلي وو، چې په ۱۴۴۵ سپوږمیز کال کې یې په دغه ناروغۍ د اخته دوه زره او ۲۱۲ ماشومانو درملنه کړې ده.