د ژوند ترخه حقیقتونه

د ژوند ترخه حقیقتونه


  • 1 کال دمخه (04/04/2023)
  • حسیب‌الرحمن نورمل
  • 786

ژباړن: حسیب الرحمن نورمل 

• بوډاتوب هم ګټې هم زیانونه لري، یو زیان یې دا دی چې بوډا له نږدې «توري» نه ویني او یوه کټه بیا دا ده چې احمقان له لرې ویني او پېژني یې. 

• انسان ښایي له یو کس سره شل کاله تېر کړی خو ښایي هغه ورته یو عادي کس وي خو ښایي له یو بل چا سره شل دقیقې وخت تېرې کړي خو هغه بیا د عمر ته اخره یې نه شي هېرولي. 

• ډېری  خلک په دې هڅه کې دي چې له تاسو ګټه واخلي، خو کله چې په  دې بریالی نه شي نو بیا مو په لیلام کې په ډېر ارزانه بیه پلوري. 

• جنګ او واده فقط یو فرق لري، په واده کې کېدای شي د یوه دښمن تر څنګ ویده شې خو په جنګ بیا دا ناممکنه ده. 

• د عمر زیاتولی د شعور په کچې هېڅ اغېز نه لري، ډېری خلک بېشعوره بوډا کیږي، خو دوی بیا هیله لري چې ددوی د سن او عمر زیاتوالي په خاطر د دوی هر خبره ومني او پوره احترام یې وکړی.

• تر هغه وخته چې د انسان په فکرونو جهل او ناپوهي حاکم وي، بتان به تغیر کوي خو بت پرستي به هماغسې دوام لري.  

• خاطرې ډېرې عجیب شی دي، ځینې وخت به هغه ورځو ته خاندو چې ژړل مو په کې او ځینې وخت هغه ورځو ته ژاړو چې په کې خندل به مو...!

• دلته مینه په ذات، شخصیت، خوی، اخلاقو او چاو چلند نه ده، دلته مینه په پیسو ده او بې پیسو مینه دوام نه کوي، څومره چې په بانک کې لوی بانکي حساب(اکونټ) ولرې ډاډه اوسه چې مینه به مو هغومره دووام کوي. 

• کوم تخم چې نه غواړي راشین شي او وده وکړي هغه ته که څونه اوبه ورکړئ هغومره خوسا او ګنده کیږي. 

• له غریبو او بېوزلو سره خبرې کول  اسانه دي، ځګه دوی موږ هغه ډول ویني څنګه چې یو، نه هغسې لکه شتمن څنګه یې چې زړه غواړي باید هغسې مو وویني.