ټيټيپي ډلې په خپرې کړې خبر پاڼه کې ادعا کړې، چې د خیبر پښتونخوا په «لکيمروت» سیمه کې یې د پاکستان پر یو حکومتي موټر برید کې شپږ پاکستاني عسکر وژلي دي.
برید هغه مهال وشو، چې پولیس په دې سیمه کې د ګزمې په حال کې و.
د پاکستان حکومت له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې هم د برید پخلی شوی.
په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې پر پاکستاني نظامیانو حملې زیاتې شوې دي.