لغمان کې ځوانان د جګړې له ښکېلو خواو د سولې او اوربند غوښتنه کوي.

لغمان کې ځوانان د جګړې له ښکېلو خواو د سولې او اوربند غوښتنه کوي.


  • 3 کاله دمخه (03/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1331

سمسور (دوشنبه د غویي ۱۳) د لغمان ولایت يو شمېر ځوانانو د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې سوله او اوربند وکړي او له جګړې بايد لاس واخلي.

دوی نن په دې ولایت کې یوې راټولیدنې سره د لوګر ولایت د خونړۍ پېښې شهيدانو روح ته د دعا کولو سربېره یاده پېښه په کلکو ټکو وغندله. 

ددې غونډې يو تن ځوان محب الرحمن ماليار وویل «موږ د جګړې پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کوو چې په دې ولس رحم وکړي، دلته ټول افغانان وژل کېږي، دا افغان وژنه بايد ختمه شي، ټول افغانان سره ورونه دي، پر دولت او وسله والو طالبانو غږ کوو، چې د سولې خبرو کې نرم والی راولي او سوله وکړي.»