سمسور نیوز (۳۱وری۱۴۰۲) په کابل کې د روسیې سفیر وايي، هېواد یې د باثباته افغانستان ملاتړ کوي.
د روسیې سفیر دیمیري ژیرنوف په تازه مرکه کې ویلي، چې د امنیت له اړخه وضعیت له نږدې څاري او افغانانو سره خپلو مرستو او اړیکو ته دوام ورکوي.
هغه ویلي چې لګېدلي بندیزونه په دې موخه دي چې امریکایان او د دوی متحدین افغانستان کې د خپلې ماتې غچ واخلي.
د روسیې سفیر زیاته کړې چې هېواد یې د خپلواک، سوله ییز او باثباته افغانستان ملاتړ کوي او په همدې موخه افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.