شته د پيغمبر کوم رښتونی مَین؟!

شته د پيغمبر کوم رښتونی مَین؟!


  • 4 کاله دمخه (27/10/2020)
  • شفیع الله تاند
  • 2487

(زما له یوه چاپ ته تیار کتابه )ـ 

لومړۍ برخه

نوم یې ولیم بیل و،ډاکټر ولیم جیمزبیل، د ونو بوټو متخصص و، په مشي ګن پوهنتون کې یې درس ورکاوه ـ هغه د ساعت له ستنې سره مزل کاوه ـ سهار به یې په پوهنتون کې درس ورکاوه او ماښام به کور ته راته، الله تعالی ورته ځانګړی روښانه ذهن ورکړی و ـ هغه به تخم او ټوکیدلي بوټي ته په کتو ویل چې څومره ژورې سټې او ریښې لري او څومره دانې لري، لوی زراعت پوه و ـ د ونو بوټو ښه حافظ و، خلکو به یې په مخکې د بوټي نوم په اخیستو ورته ټول تاریخ وایه، شاګردانو یې هم ډیر زیات درناوی کاوه، د وخت پابند و، پوره وخت به یې ورکاوه، یارباش و ـ دوستانو ته یې پوره ازادي ورکړې وه ټوله کمپني یې په اختیار کې ورکړې وه او د څیړنې شیدا و ـ کله به چې هم ورته وخت پیدا شو د لابراتوار یا کتابتون په لور به روان شو ـ یعنې ډاکټر ولیم جیمز بیل له اطمینانه ډک ژوند تیراوه؛ خو بیا یوه کوچنۍ غوندې پېښه راغله او د هغه د ژوند تخته یې په بله کړه.

دا د ۱۸۷۰ زیږدیز خبره ده،هغه د یوه بوټي تجربې لپاره د مشي ګن یوه کلي ته لاړ، خپل شاګردان یې هم ورسره وو دوی په زمکو او پټو کې کار کاوه ـ د کلي یوه دهقان دوی څارل، سم له واره یې وپوښتل:  تاسې څه کوئ؟ شاګردانو په شونډه ګوته کیښوه  بیا یې ورته ووې:  ته نه پوهیږې دا څوک دی!  

دهقان د ساده ګانو غوندې سینه واړوله ویل:  نا

یوه شاګرد ورته وویل دا ډاکټر ولیم بیل دی د نباتاتو متخصص دی.

دهقان د ډاکتر نوم لومړی ځل اوریده؛ خو د شاګردانو درناوی او پروفیسور له شخصیته اغېزمن شو، وروړاندې شو ویل زما یوه ستونزه حل کړئ.

پروفیسور ورته په موسکو سترګو وکتل ویل ـ ضرور 

دهقان عرض وکړ، زه چې هر فصل کرم، پکې نور واښه او بوټي راخیږي چې فصل مې له منځه وړي او خرابوي یې ـ چې زما سرمایه او وخت هم ورسره ضایع کیږي له دې د ژغورنې لار راته په ګوته کوی شئ؟ که دا ناشونې وي نو دا ووایئ چې څو ځل یې واړوم چې بیا راونه خیږي!  

دا ډیره سخته پوښتنه وه، په نړۍ کې چې له کومې راهیسې انسان کرکیله پیل کړې ده له هماغه وخته دې فضولو وښو او بوټو سره لاس و ګریوان دی.

تاسې که پخپلو چمنونو او حجرو کورونو کې ګلونه ږدئ؛ نو خامخا به ورسره نور واښه او ګنده بوټي راخیږي ـ تاسې که په زمکو کې جوار، غنم، وریجې او ... کرئ ازغن بوټي او فضول واښه به ورسره حتما راټوکیږي همدا شان په فارمونو او باغونو کې هم ـ دا د اصل فصل خوراک، اوبه او انرژي ځان ته جذبوي او په دې توګه دهقانانو ته له توقع ډیر لږ حاصل په برخه کیږي، دا یوه دایمي ستونزه ده او انسان ورسره له لومړۍ ورځې په جنګ دی ـ

 انسان چې په کومه ورځ په دې مساله کابو ومونده په هغه ورځ به د زمکې د حاصل په کې دیرش سلنه زیاتوالی راشي یعنې موږ به د نن په پرتله دیرش سلنه ډیره غله، سبزیانې او میوه هم ترلاسه کوو او د دهقانانو لګښت او وخت به هم دیرش سلنه کم شي او دا به بیا دومره لوی زراعتي انقلاب شي څومره چې " شیل ګیس" ثابت شو.

تاسې اندازه وکئ، امریکا په نړۍ کې تر ټولو لوی پیریدونکی و؛ خو د شیل ګیټس یوې تکنالوجۍ د نړۍ تر ټولو لوی پیریدونکی په لوی پلورونکي بدل کړ، د دې تکنالوجۍ کمال دا دی چې په نړۍ کې د یو بیلر پترولو بیه چې ۱۲۰ دالره وه په شپږو میاشتو کې یې بیه دیرش دالر ته راولویده د پترولو بیه ۸۵ دالره ټیټه شوه آیا دا انقلاب نه دی ؟

ساینسپوهان که همداسې د فصلونو د فصلونو بوټي او وښو د لمنځه وړلو طریقه هم ایجاد کړي؛ نو به د نړۍ هغه ټول هیوادونه چې نن د خوراک په واردولو اړ دي ـ په شپږو میاشتو کې به د خوراک صادرولو وړ شي او که داسې ونه شول؛ نو به د خوراک د کموالي ښکار هیوادونه به په ځان بسیا ضرور شي ځکه خو د دهقان پوښتنه په وخت هم وه او اړینه هم ـ 

داکتر ولیم بیل پوښتنه واخیسته، مسکی شو او په جیب کې یې لاس ښکته کړ ویل: بښنه غواړم د دې پوښتنې ځواب هیڅ نه لرم.

دهقان چې د پروفیسور دا ځواب واورید په خټ ـ خټ یې وخندل ویل:  بیا نو ځان ته ولې د زراعت متخصص وایې لږ تر لږه پروفیسور خو ځان مه بله ـ 

او په دې سره دهقان روان شو؛ خو الفاظ یې د پروفیسور په زړه کې پاتې شول له جیب یې دستمال راوویست لاسونه یې پاک کړل شاګردان یې له ځان سره واخیستل او بیرته پوهنتون ته وګرځیدل.

پروفیسور تر اوو کلو سوچ کاوه تر دې چې د انساني تاریخ اوږدې تجربې کولو پریکړه یې وکړه، دا تجربه په ۱۸۷۹ کې پیل شوه او په ۲۱۰۰ کې تر ۲۳۷ کالو وروسته به ترسره شي .

داکتر ولیم ۲۳ ډوله ازغي، بوټي او واښه وټاکل له دې یې پنځوس ـ پنځوس صحت لرونکي تخمونه راواخیستل دا تخمونه یې په شلو بوتلونو کې واچول.

نور بیا ...