د کابل او واشنګټن د اړیکو د نوي فصل پیل

د کابل او واشنګټن د اړیکو د نوي فصل پیل


  • 3 کاله دمخه (25/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1172

ولسمشر محمد اشرف غني وايي د امریکا نوی حکومت د دوحې هوکړه لیک ارزوي او واک ته د جوبایډن له رسیدو سره د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو نوی فصل پیل شوی.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د کابینې ناستې ته واک ته د جوبایډن رسیدلو ته په اشارې وکړې او وویل امریکا افغان دولت او افغان ځواکونه خپل شریک بولي.

ولسمشر غني دغه راز تر دې مخکې ویلي وو چې د دوحې تړون ځینې برخې مبهمې دي.

د ولسمشر وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې دي چې د بایډن ادارې چارواکو هم ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه به و ارزوي او زیاته کړې یې ده چې دغې هوکړې ته به ژمن پاتې شي.