فراه کې د بخش‌آباد بند تونلونو د جوړولو چارې پیل شوې

فراه کې د بخش‌آباد بند تونلونو د جوړولو چارې پیل شوې


  • 1 کال دمخه (20/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 549

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست عبدالطیف منصور او د ا.ا یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو د فراه ولایت د بخش‌اباد بند د تونلونو د جوړولو چارو پرانېسته وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت دفتر په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي برادر په حواله لیکلي، باید تېر کال د دې بند د اوبو د ذخیره کولو هڅې پیل شوې وای، خو په وینا یې اسلامي امارت ته د افغانستان ډېرې ستونزې په میراث پاتې دي چې د ټولو حل په یو وخت کې شونی نه‌دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز زیاته کړې، د افغانستان اقتصادي زېربناوو بیارغونه ډېر کار ته اړتیا لري او په اقتصادي ډګر کې د ښو تحولاتو لپاره یې جدي هڅې پیل کړي او ژمنه کوي چې د دې بند پیل شوې چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

د بخش‌باد بند د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې پروت چې له ښي لوري د ۵۰ کیلومټره او له چپ لوري د ۵۲ کیلومټره کانال په لرلو سره د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.