د منليو هڅاندو ليکوالو، ژباړونکو او رسنوالو حنان حبيبزي او ډاکتر داود حبيبزي د ارواښادې مور بي بي دردوونکې مړينې زه هم ودردولم. د مور د مړينې درد د مېنې د مړينې هومره سخت او دردوونکی دی. دا به بيا نوره هم پسې لا درد ناکه او نا زغموړ وي چې دغه دواړه نابللي دردونه سره لاس يوکړي او هممهاله پر يوه کورمېلمانه شي.
ډېره خواشينوونکې هم داچې په دې څو لنډو مياشتو کې يوه داسې ويرژلې کوربني د درېيم ځل لپاره راغبرګېږي. که نه، هسې خو ښايي، د هغو مورمړو هېواد والو شمېره ترې زرګونه هومره زياته وي چې په دغه مهالپېرکې يوازې د همدې يوه درد کوربانه شوي او خواخوږي ورسره خپله انساني او وطني پازه ګڼم، خو زه په ځانګړي ډول،ځان له خپلې کورنۍ سره يوځای، د بازمحمد عوام، شاولي ځيرک، ستانه مير زهير؛ بيا د عصمت څاروان، اسد غضنفر، اجمل پسرلي او اېمل پسرلي او په پای کې د حبيبزي ورونو او اړوندو ويرژلو کورنيو غړيو د ژورې خواخوږۍ پوروړی بولم.
وياړ دې وي، پر داسې نېکمرغو ميندو چې داسې بچي يې نړۍ ته راوړي او ورته دمېنې مينه يې په خپلو شودو کې ورکړې ده. د هغوی دې ارواوې ښادې وي او د دوی دې هېوادنۍ او وګړنۍ مينه همداسې تانده او ښېرازه!
پوهاند دوکتور زيار