روح


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ایمل پسرلی
  • 1261

کار مې وموند . په يوۀ دفتر کې د کمپيوټر پردې ته ناست وم . پرده په څلورو برخو وېشل شوې وه . څلور عکسونه و . هرې برخې د يوې کامرې تصوير ښکاراوۀ . کامرې د ودانۍ څلورو کونجو کې نصب شوې وې . که به هر څوک تيريدۀ ماته په کمپيوټر کې ښکاريده چې څه کوي . ماته يې ويلي و چې ويې څارم . کار مې اسانه و . کرۍ ورځ به ناست وم .
په رخصتيو کې کلي ته ولاړم . په لاره کې يې ونيولم . يو تورمخى له تومانچې سره و . بل زلمکى و . له هغه سره چاړه وه . له گرېوانه يې نيولى وم . خبرې يې نه کولې . له سړکه يې چپ کړم . لاسونه يې تر شا راوتړل . د هديرې له لارې يې د سيند غاړې ته بوتلم . ما چې به څه وويل زلمکي به وويل چوپ که . تورمخي به د تومانچې په لاستي د وليو په منځ کې ووهلم .
ومې پوښتل : څه مې کوئ ؟
ځواب يې رانه کړ . رهي کړى يې وم . د سيند په غاړه يوې کندې ته ورته ځاى و . هلته يې کښته کړم . تور مخي برگ برگ راته کتل . زلمکي خبرې پيل کړې :
- جاسوسه د چا جاسوسي دې کوله ؟
- زه جاسوس نه يم .
- چوپ که جاسوسه ، ولې په ښار کې کار کوې ؟
- بل ځاى کار نه و ، دا شپږ مياشتې پسې گرځيدم .
- څوک له لوږې مړۀ شوي چې ته سپى به مړ واى .؟
- ماشومان مې وږي و ، پوروړى وم ، بله چاره نه وه .
- دا نور مسلمانان څه کوي ؟
- مجبور يم .
نورې خبرې يې ونه کړې . يوه شېبه دواړه سره غلي ول . تورمخي وويل :
- لمونځ به قضا شي .
زلمکي وويل : سمه ده .
تورمخي په مځکه راپرځولم . زلمکي مې پر ستوني چاړه راکېښوده .
***
همدوى څارم . تور مخى سړى او ورسره زلمکى گورم . هر لور ته پسې يم . يو ځاى گرځي . د سړک په غاړه د يوې ونې شاته ولاړ وي . د تور مخي اوږدې څڼې دي . غوړې کړې يې وي . سترگې يې په رنجو تورې وي . ببره ږيره لري . سپينه خولۍ يې پر سر وي . د زلمکي ږيره لا ډيره ببره نه ده . خو لکه چې کله يې نه ده خرييلې . د دۀ ويښته هم گڼ دي . ډير يې گروي . تور کالي يې اغوستي وي .
موټر يې ودراوۀ . سړى يې ترې راکښته کړ . تورمخي يې سر ته تومانچه نيولې وه . زلمکي تلاشي کړ . د سړي لکه زبون چې وهل شوى وي . څه يې نه ويل . زلمکي يې لاسونه وروتړل . موټړ يې ځاى پر ځاى پاتې شو . د هديرې له لارې يې رهي کړ . سړي هيڅ نه ويل . لکه په تمه و چې له دوى به څه اوري . په هديره کې يې سترگې هم وروتړلې . سړي ورو په ډاريدلي غږ وپوښتل :
- وروڼو خير خو دى ؟
تورمخي د تومانچې پر لاستي د وليو په منځ کې وواهۀ . سړي جټکه وخوړه . اخ يې له خولې ووت . زلمکي ورته وويل :
- چوپ که جاسوسه .
- جاسوس نه يم ، والله که يم .
- اوس به معلوم شې .
- قسم خورم .
د وليو په منځ کې يې بيا د تومانچې پر لاستي وواهۀ . سړى غلى شو . د سيند له غاړې کندې ته کوز شول . سړى په کښته کيدو کې ولويد . پر مځکه پرېووت . د بيرته راپورته کيدو هڅه يې وکړه . زلمکي پسې پورې واهۀ . په ملا يې کېښناست چې راپورته نه شي . تور مخي شاوخوا وکتل . د ښي لاس څلور گوتې يې داسې وښورولې لکه وايي چې ورځه پرې . زلمکي سړى په بل مخ راواړاوۀ . تورمخى يې په پښو کښېناست . زلمکي يې پر ستوني چاړه ورکېښوده . چاړه په وينو سره شوه .
دواړه ترې پورته شول . زلمکي د سيند په اوبو چاړه پرېووله . د سيند په اوبو کې سرې وينې ورکې شوې . دواړه د اوبو د بهيدو په لور وخوځيدل . ماښام و . يو ځاى زلمکى ودريد . د سيند په اوبو يې اودس تازه کړ.
کلي ته ولاړل . په يوۀ کور يې ډوډۍ وخوړه . زلمکي راډيو روښانه کړه . خبرونه يې ټول واوريدل . تورمخي ته يې وويل :
- زموږ خبر يې خپور نه کړ .
تورمخي سر وښوراوۀ . هيڅ يې ونه ويل . زلمکى هم په چورت کې شو . تورمخي په ټيټ غږ وويل :
- جاسوسان دي .
زلمکي ورته وکتل . په فکر کې شو . لکه له ځانه سره چې وايي ولې د دۀ نه و ورپام شوي . د تاييد په دود يې سر وښوراوۀ . شونډه يې وچيچله . ويدۀ شول . د تورمخي خرا وه . زلمکى ارام و .
د سهار جمع يې په جومات کې وکړه . د الوتکو غږ شو . خلکو سره منډې کړې . تورمخى او زلمکى له کلي ووتل .
ماسپښين زلمکي راډيو روښانه کړه . خبريال ويل په بمبارۍ کې کليوال وژل شوي دي . خبرونه يې تر پايه واوريدل . زلمکي وويل:
- زموږ خبر يې بيا هم ورنه کړ .
- جاسوسان دي .
***
موټر يې ودراوۀ . تورمخي تومانچه ورته ونيوله . زلمکي ورته وويل :
- راکښته شه .
- خبريال يم .
- درته وايم راکښته شه .
- څه خبره ده وروره زۀ خبريال يم .
- د جاسوسانو پلار يې .
د هديرې له لارې يې د سيند غاړې ته بووت . چاړه يې پر ستوني ورکېښوده . کار يې ونه کړ . تورمخي تومانچه پرې تشه کړه . زلمکي چاړه پر تيږي تيره کړه . له ځان سره يې وويل ، پڅه شوې ده .
د ٢٠٠٩ کال د مۍ ٢٧ مه