اروپایي ټولنه: افغانستان کې سولې او ثبات لپاره ملي ډیالوګ ته اړتیا ده

اروپایي ټولنه: افغانستان کې سولې او ثبات لپاره ملي ډیالوګ ته اړتیا ده


  • 1 کال دمخه (15/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 647

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي، په افغانستان کې سوله او ثبات پراخ او باوري ملي ډیالوګ ته اړتیا لري.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره باید داسې پراخ سیاسي سیسټم رامنځته شي چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.

نوموړي پرخپله ټوېټرپاڼه په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د ملګرونو ملتونو د ځانګړي ریپورټر، یوناما او نورو پر حقایقو ولاړو بنسټونو له لوري د وضعیت څارنه مهمه ده.

په همدې حال کې د هېواد پخواني جمهور رییس حامد کرزي هم تېره ورځ له یو شمېر هېوادوالو سره په لیدنه کې د خپل منځي خبرو پر پیل ټینګار کړی.