د ایران ولسمشر ویلي چې د نړۍ نننۍ جګړه د وسلو او بمونو نه بلکې د اقتصاد جګړه ده.
مسعود پزشکیان زیاته کړې، چې توغندي پر نورو د برید کولو لپاره نه، بلکې له خپل هېواد د دفاع لپاره کاروي.
نوموړي ایران له یو هر اړخیز اقتصادي جنګ سره مخامخ بللی دی.
د نوموړي په وینا دښمنان یې د ایران د پرځولو غوښتونکي دي، خو دده په خبره اجازه به ور نه کړي.