متقي: اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو ټول شرایط پوره کړي

متقي: اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو ټول شرایط پوره کړي


  • 3 کاله دمخه (27/10/2021)
  • خالد سهار
  • 907

د بهرنيو چارو سرپریت وزير اميرخان متقي، افغانستان لپاره د ۱۴ هېوادونو له سفيرانو سره، چې ډېری یې اروپایي دي په دوحه کې ګډه ناسته کې وکتل. 

د بهرنیو چاور وزارت ویاند وایي، په دې لیدنه کې پر اقتصادي وضعیت، پر افغانستان د لګېدليو بنديزونو او نورو مسائلو په اړه خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو سپرست وزیر ویلي، چې نړيواله ټولنه باید له امريکا وغواړي، چې د افغانستان پر ملي شتمنۍ بنديزونه لرې کړي او زیاته کړې یې ده، چې ا.ا ټول هغه شرطونه پوره کړي، چې بايد په رسميت وپېژندل شي. 

باید وویل شي، له نږدې درېیو میاشتو راهیسې اسلامي امارت یو وار بیا په افغانستان ولکه ټینګه کړې؛ خو لا هم د نړۍ هېڅ یو هېواد نوی افغان حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.